خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
د اسرائیلو او غزې ترمنځ د اوربند هڅی روانی دی

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
د اسرائیلو او غزې په کړکېچ کی د اوربند د رامنځ ته کولو هڅې تر اوسه لا نه دی بریالۍ سوی. د امریکا متحده ایالاتو او مصر له خوا د اوربند له پاره کوښښونه په داسی حال کی دوام لری، چی د تېره شپه له غزې تراډی څخه پر اسرائیلی خاوره باندی نزدې 200 توغندی توغول سوی دی. اسرائیلی ټاکونو او توپچی قواوو هم په غزې تراډه کی نزدې سل ځایونه په نخښه کړی دی. په غزه کی د حماس ویاند پر اسرائیلو باندی تور لگولی دی، چی په فلسطینی سیمه کی د خپلی لاسوهنی پالیسۍ ته یې دوام ورکړی دی. اسرائیلو بیا د مصر پر مشرتابه تور لگولی دی چی د اوربند په هلوځلو کی د حماس پلوی کوی او په دې توگه یې هڅې بې جانبه نه دی. په عین حال کی د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیری هېلری کلنتن ویلی دی چی د منځنی ختیځ د ستونزی له پاره د دوامداره حل اړتیا سته.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.