خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
میدان ښار کې ځانمرګې برید درانه ځانی او مالی زیانونه اړولی

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
چارواکی وایی، چې په میدان ښار کې د موټربم په وسیله ترسره شوی ځانمرګی برید دوه تنه وژلی او 60 نور یې ټپیان کړی ډی.
خو وسلوال طالبان، چې د یاد برید مسوولیت یې اخیستى، دعوه کوی چې دغه برید د افغان او بهرنیو ځواکونو ډېر کسان وژلی دی.
د میدان وردګو ولایت د والی ویاند شاهدالله شاهد پژواک خبری اژانس ته وویل، چې دا پېښه نن سهار شاوخوا اته نیمې بجې د مرکزی احصایې دفتر مخې ته رامنځته شوه.
په دې سیمه کې د ګډو ځواکونو د همغږۍ مرکز، امنیه قوماندانی، زندان، د ولایت مېلمستون، د سولې د عالی شورا او ځینې نورې دولتی ادارې موقعیت لری.
شاهد وویل، په برید کې 60 تنه ټپیان شوی، چې ډېرى یې عام خلک دی.
ده د نورو جزئیاتو له ورکولو پرته زیاته کړه، چې په ټپیانو کې د دغه ولایت د زندان ځینی بندیان او د یادو ادارو یو شمېر ملازمان هم شامل دی.
سرچینې زیاته کړه، چې ټپیان د میدان ښار ملکی او د کابل بېلابېلو روغتونونو ته لېږدول شوی دی.
د هغه په وینا، په دې پېښه د ولایت د مېلمستون دوه ملازمان وژل شوی هم دی، خو د یادو ادارو اړوند نورو کارکوونکو ته ځکه مرګ ژوبله نه ده اوښتې؛ چې هغوى د جمعې د رخصتۍ له امله دفترونو ته نه وو راغلی.
د شاهد په وینا، په برید کې دولتی ودانیو او په شاوخوا سیمه کې د خلکو کورونو ته هم درانه زیانونه اوښتی دی.
د میدان ښار یوه اوسېدونکی محمدکبیر پژواک خبری اژانس ته وویل، چې دې چاودنې ډېر ځانی او مالی زیان اړولى، ځینې دېوالونه نړېدلی او د ډېرو کورونو او ادارو ښیښې هم ماتې شوې دی.
ده د نورو معلوماتو له ورکولو پرته وویل، په دې پېښه کې د مرګ ژوبلې کچه تر هغې لوړه ده کوم چې دولتی چارواکی یې ښیی.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلی، چې دغه برید د مازدا ډوله موټر په وسیله د سهیل غزنوی په نوم د دوى یوه کس کړى دى.
د ده په خبره، چې برید د بهرنیو او افغان ځواکونو د همغږۍ پر مرکز شوى او له امله یې د یادو ځواکونو په لسګونه تنه وژل شوی دی.
دى وایی، چې دغه برید یې د څرخی پله په زندان کې د خپلو اعدام شوو څلورو ملګرو په غچ کې کړى دى.
په یاد زندان کې تېره سې شنبې او چهارشنبې 14 تنه اعدام شول.
حکومتی چارواکی وایی، چې دغو کسانو بېلابېل جرمونه لکه وسلوالې غلاوې، جنسی تېری، وژنې او ترهګزیز بریدونه کړی وو.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.