خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1391/09/17 11:9کد خبر: 12410
د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتی تړون پر وړاندې ننګونې

د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتی تړون پر وړاندې ننګونې

د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتی تړون پر وړاندې ننګونې - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 4 دقیقه

افغان حکومت د امریکا د متحده ایالاتو په ګډون، له یو شمېر لویدیځو او نورو هیوادو سره د اوږدې مودې ستراتېژیکې همکارۍ او امنیتی تړونونه لاسلیک کړی، خو کارونه یې تر اوسه نه دی بشپړ شوی او د یو لړ حقوقی او قانونی خنډونو د لیرې کولو لپاره بحثونه روان دی. افغان او امریکایی چارواکو په دې وروستیو کې څوځلې د امنیتی تړون په اړه غونډې او بحثونه کړې، خو دا تړون تر اوسه نهایی شوی نه دی. تېره میاشت چې کله امریکایی او افغان چارواکی په افغانستان کې د امریکایی ځواکونو د اوږدې مودې حضور لپاره د امنیتی تړون په اړه د خبرو مېز ته کښېناستل؛ غونډه یې صمیمی، مبهمه او لنډه وه. کله چې دواړو خواوې په روانې میاشت کې بیا سره ګوری؛ هر یو به یو شمېر امنیتی اندیښنې، سیاسی محدودیتونه او قانونی لومړیتونه مطرح کړی او داسې بریښی، چې د جګړې وروسته وخت شراکت به تر سخت آزمیښت لاندې شی او ممکن له ناکامۍ سره مخامخ شی. د افغان حکومت لپاره چې په تېرې یوې لسېزې کې یې د لویدیځو هیوادونو د پوځی حضور په مرسته د طالب او القاعده وسله والو پر ضد جګړه پر مخ یوړه؛ مهمه مساله دا ده، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته وخت کې له خپلو امنیتی ځواکونو سره د امریکا د ملاتړ د دوام، د خپلو خلکو د سیاسی فشارونو او ملی حاکمیت تر منځ تعادل وساتی. د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت سیاسی معیین جاوید لودین وایی: “په دې کې هیڅ شک نشته چې موږ به د خپلو ارګانونو د قوت په مقصد د امریکا پوځی حضور ته اړتیا لرو او خپلو خلکو ته به ډاډ ورکړو؛ چې امریکا به له 2014 م کال وروسته هم د افغانستان ملګری او متحد وی، خو دا کار باید چې د دوو خپلواکو هیوادونو تر منځ د یوه تړون پر اساس ترسره شی.” د لودین په وینا، ځینې کسان داسې فکر کوی، چې د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتی تړون د معافیت او قانونې صلاحیتونو او حدودو په اړه دی، خو موږ یې په پراخ او وسیع ډول ګورو او زموږ راتلونکې ورپورې تړلې ده. د امریکا د حکومت لپاره چې د افغانستان په جګړې کې یې له دوه زرو زیات عسکر وژل شوی، مهمه مساله به ورته دا وی چې د افغانستان ملی حاکمیت ته درناوی وکړی او په عین حال کې په دې هېواد کې خپل دېره عسکر د افغان چارواکو او محاکمو له ناوړه چلند څخه بچ وساتی. د امریکا د سنا د وسله والو خدمتونو د کمیټې غړی سناټور "لینډزی ګراهام" تېره میاشت په واشنګټن کې یوې استماعیه غونډې ته وویل: “څومره چې زه غواړم له افغانستان سره تړون باید سم شی او باور لرم چې له لاسه ورکول به یې د عصرونو لپاره مصیبت وی، که چیرې افغانان په افغانستان کې دېره امریکایی عسکرو ته د قانونی ساتنې په نه ورکولو ټینګار وکړی، زه به د یوه پول په ورکولو هم رایه ورنه کړم او دا جګړه به ختمه شی.” واشنګټن پوست لیکی، تېرکال امریکا له عراقی چارواکو سره ورته خبرې درلودې او د عراق حکومت امریکایی پوځیانو ته له قانونی تعقیب څخه په معافیت ورکولو سلا نه شو، په نتیجه کې یې د عراق او امریکا تر منځ امنیتی تړون لاسلیک نشو او امریکایی ځواکونه په ډېرې عجلې سره له عراق څخه ووتل. جګ پوړې افغان چارواکې وایی، د امریکا او افغانستان تر منځ په امنیتی تړون ممکن یو کال وخت ولګیږی او جمهور رییس حامد کرزی په دې اړه له اعتراضونو او انتقادونو سره مخامخ دی. جمهور رییس کرزی په تېرو څو میاشتو کې ویلی؛ د ناټو غړی هېوادونه دی له 2014 کال وروسته په افغانستان کې د معافیت په مسالې حساب نه کوی. کرزی دغه راز په متحده ایالاتو انتقاد کړی، چې له پاکستان څخه په افغانستان باندې د توغندیو ورولو په مقابل کې یې چټک غبرګون نه دی ښودلی. جمهور رییس دغه راز له امریکا څخه غواړی؛ چې د افغانستان هوایی ځواک ته دې زیاتې مرستې ورکړی. پر جمهور رییس کرزی انتقاد کوونکی وایی؛ چې جمهور رییس د کورنیو سیاسی دلایلو له امله له امریکا سره د تړون په مخکې خنډونه اچوی او ځینې دا هم وایی، چې کرزی غواړی، له امریکا سره د امنیتی تړون د لاسلیک په بدل کې امتیازات تر لاسه کړی او که مقصد ته ونه رسیږی، ممکن ټول تړون د خپلو ګټو قربانی کړی. خو یوشمېر نور افغانان باور لری، چې حکومت د تړون په اهمیت ډېر ښه پوهیږی او ټینګار یې یوازې د دې لپاره دی؛ چې په هیواد کې د بهرنیو ځواکونو له لس کلن حضور وروسته خپل حقونه وساتی
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.