خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1391/09/24 8:59کد خبر: 12494
د افغانانو شرایط ومنل شول، نو زه به خپل ولس ته مراجعه وکړم او د امریکایی ځواکونو د مصؤنیت مسأله به ورسره مطرح کړم

د افغانانو شرایط ومنل شول، نو زه به خپل ولس ته مراجعه وکړم او د امریکایی ځواکونو د مصؤنیت مسأله به ورسره مطرح کړم

د افغانانو شرایط ومنل شول، نو زه به خپل ولس ته مراجعه وکړم او د امریکایی ځواکونو د مصؤنیت مسأله به ورسره مطرح کړم - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 4 دقیقه

د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لیون پنیتا د افغانستان د اسلامی جمهوریت له جمهوررئیس حامدکرزی سره له کتنې وروسته په یوه ګډه خبری ناسته کې یو ځل بیا له افغانستان سره د امریکا د متحده ایالاتو او نړیوالې ټولنې د قوی ژمنې او ملاتړ د دوام ډاډ څرګندکړ. ده چې پرون شپه په ارګ کې د افغانستان له جمهوررئیس سره په ګډه خبری ناسته کې خبرې کولې وویل، له افغانستان سره زموږ ژمنه او ملاتړ دوامدار دی، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو هغه سند چې د امریکا او افغانستان د جمهورو رئیسانو لخوا لاسلیک شو دا ښکاره کوی چې امریکا له افغانستان څخه مخ نه اړوی او له 2014 کال وروسته هم خپلو مرستو او حضور ته دوام ورکوی. د امریکا د دفاع وزیر وویل، موږ له تاریخ څخه زده کړی دی، دواړه هېوادونه اوس د امنیتی همکاریو د سند په اړه له یو بل سره کار کوی، دغه سند به زموږ د ژمنې شرایط او زموږ اوږدمهاله حضور وټاکی. ده وویل چې جمهوررئیس باراک اوباما حامدکرزی ته بلنه ورکړې چې د نوی میلادی کال د جنورۍ په میاشت کې امریکا ته سفر وکړی ترڅو د امنیتی سند په باب له یو بل سره خبرې وکړی. دغه بلنه، د سپټمبر په میاشت کې د هغه ویدیویی کنفرانس له مخې ورکړل شوې ده چې په هغه کې دواړو جمهورو رئیسانو پرېکړه کړې وه چې د یو شمېر مهمو مسألو په اړه به په واشنګټن کې سره وګوری. د امریکا د دفاع وزیر وویل: نن غواړم د امنیتی مسوولیتونو د ترلاسه کولو او په خپل لاس د خپل هېواد د اداره کولو په خاطر د افغانستان د خلکو د ارادې او هیلې لپاره د امریکا قوی ژمنه او ملاتړ څرګند کړم، ځکه دا هغه موخه ده چې موږ یې د نړۍ له شاوخوا 49 هېوادونو سره یو ځای د ترسره کېدو لپاره مبارزه کوو. ده وویل زموږ موخه له افغان امنیتی ځواکونو سره مرسته ده چې هغوی وکولای شی د خپل هېواد بشپړ امنیتی مسوولیتونه په خپله غاړه واخلی، دا هغه ستراتیژی ده چې امریکا او نړیوالې ټولنې یې تل ملاتړ کړی دی. لیون پنیټا زیاته کړه: افغان امنیتی ځواکونو دا ثابته کړې ده چې هغوی کولای شی د خپل هېواد امنیتی مسوولیتونه پخپله غاړه واخلی او هغه په ښه ډول ترسره کړی. د امریکا د دفاع وزیر وویل: موږ د افغان امنیتی ځواکونو د رهبرۍ پر انکشاف، پلان جوړونې، لوژستیکی او تدارکاتی اکمالاتو باندې ټینګار کوو ترڅو هغوی داسې و روزل شی چې عمده او پیچلی عملیات ترسره کړی. لیون پنیتا وویل: موږ له پاکستان سره په ګډه کارکوو ترڅو د هغه هېواد په خاوره کې د تروریزم د ننګونو او د تروریستانو د امن لرونکو پټنځایونو پر له منځه وړلو بریالی شو. د امریکا د دفاع وزیر په دغه خبری ناسته کې حامدکرزی یو ځواکمن رهبر وباله،وې ویل: امریکا حامدکرزی ته چې هېواد یې د څو لسیزو جګړو له میراث څخه وژغوره، ژور احترام لری. حامدکرزی لیون پنیتا ته د ښه راغلاست په ترڅ کې هغه د افغانستان ښه دوست وباله، وې ویل د دوی کتنه په ډیره صمیمی فضا کې ترسره شوه او دواړو لورو د ستراتیژیکو همکاریو، امنیتی تړون، په افغانستان کې د امریکا د زندانونو، د ملی اردو د سمبالتیا او د امنیتی ځواکونو د پیاوړتیا په اړه مثبتې خبرې لرلې. لیون پنیتا د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: که څه هم موږ به له 2014 میلادی کال وروسته په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر کم کړو، خو له افغانستان څخه به خپل قوی ملاتړ ته دوام ورکړو. ده وویل، موږ په پاکستان کې د تروریستانو د امن لرونکو پټنځایونو په اړه د دغه هېواد له چارواکو سره تل خبرې کړی دی او ورته ویلی مو دی چې تاسو مسوولیت لرﺉ چې په دې باب اقدام وکړﺉ. د امریکا د دفاع وزیر ټینګار وکړ چې دا د نړیوالې ټولنې دنده ده چې پر پاکستان باندې په دوامدار ډول فشار راوړی چې د تروریستانو پټنځایونه له منځه یوسی. حامدکرزی د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، که امریکا ته په امنیتی تړون کې امریکایی ځواکونو ته د قضایی مصؤنیت مسأله ډیره مهمه ده، نو د افغانستان د خلکو لپاره هم د خپل هېواد حاکمیت ته درنښت، د ملی اردو او د افغان امنیتی ځواکونو روزل او پیاوړتیا او په افغانستان کې د پردیو زندانونو د تړل کېدو موضوع د اهمیت وړده.کله چې د افغانانو شرایط ومنل شول، نو زه به خپل ولس ته مراجعه وکړم او د امریکایی ځواکونو د مصؤنیت مسأله به ورسره مطرح کړم.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.