خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/05/17 0:0کد خبر: 1256

د ولسمشر کرزی لخوا د شخصی کمپنیو تړلو غوښتنه

د ولسمشر کرزی لخوا د شخصی کمپنیو تړلو غوښتنه - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 4 دقیقه

ولسمشر کرزی د ملکی خدماتو په انستیتیوت کې په خپلو څرګندونو کې پرون وویل، چې شخصی امنیتی کمپنۍ د افغانستان د ګټو پرخلاف فعالیت لری او په وینا یې خلک یې نور ډېر ستړی کړی دی. نوموړی پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ، چې په افغانستان کې دې د خصوصی امنیتی کمپنیو فعالیت په بشپړ ډول وتړی. ولسمشرکرزی په خپلو خبرو کې دا هم وویل، چې د افغانستان د ملی اردو او پولیسو ځواکونه اوس د دې توانمندی لری، چې امنیت ټینګ کړی، نو بنا دا کمپنۍ که کورنۍ دی او که بهرنۍ باید لغوه شی: افغانستان نور د دې موازی قوتونو د برداشت وس نه لری، چې هم مو اردو وی او هم مو پولیس او هم دې شل- څلوښت زره شخصی افراد د افرادو په خدمت کې وی او هرکار یې، چې زړه یې وغواړی، هغه وکړی. د ولسمشر له څرګندونو داسې احساسېدله، چې هغه له دغو امنیتی کمپینو څخه نور پوزې ته راغلی دی، ان تر دې، چې د هغو افرادو ته یې د تروریستانو او غلو خطاب وکړ: د خلکو حقوق تر پښو لاندې کوی، امنیت خرابوی، خدای پوهیږی چې د ورځې غلا کوی، لارې نیسی او د شپې تروریستان کیږی. د کورنیو چارو وزارت له لوری خپاره شوی ارقام ښیی، چې اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا تر پنځوسو ډېرې کورنۍ او بهرنۍ امنیتی خصوصی کمپنۍ په بېلابېلو ولایتونو کې فعالیت لری، چې زرګونه افغانان او بهرنیان په کې په دنده بوخت دی. ولسمشر حامد کرزی د خصوصی امنیتی کمپنیو د لغو کېدو غوښتنه داسې مهال مطرح کړې، چې د طالبانو او حزب اسلامی ډلو ترڅنګ د ناامنۍ یو ستر عامل همدا کمپنۍ ښودل کیږی او په ډېری جنایتونو، وسله والو غلاوو او پېښو کې ښکېلې بلل شوې او ان طالبانو ته د رشوت او باج په ورکولو تورنې دی. دا لومړی ځل نه دی، چې ولسمشر کرزی او نور حکومتی چارواکی د دغو کمپنیو د فعالیت په اړه شکونه ښیی، بلکې دغو کمپنیو په تېرو نهو کلونو په وار وار د افغان دولت غوسه راوپارولې ده، خو دا لومړی ځل دی، چې د هغو د بشپړې تړل کېدلو غوښتنه کیږی او ښایی افغان حکومت په دې برخه کې له ډېرو ستونزو سره هم مخ شی او دا کار ډېر وخت وغواړی. د کارپوهانو په وینا که څه هم شخصی امنیتی کمپنۍ په نړیواله کچه په تېره بیا په امریکا کې اوږده سابقه لری، خو په افغانستان کې یې د طالبانو له سقوط وروسته بنسټ کېښودل شو او ډېرو هغو کسانو د دغو جوړښتونو په تقویې لاس پورې کړ، چې پخوا یې خپلسرې ملیشې درلودې او په دې توګه یې په نوی حکومت کې دا شرکتونه جوړ او په دې توګه یې د ځانونو لپاره پخوانی پوځی زور په یو ډول سره وساتی. دا په دې معنی ده، چې دا کمپنۍ یا د نړۍ له هېوادونو سره په ارتباط کې او یا هم په دولت کې دننه له موجود کړیو سره نږدې اړیکې لری او همدا سبب دی، چې نن سبا دومره پړسېدلی او خلک ګواښی. د هغو معلوماتو له مخې، چې بېلابېلو رسنیو په دې تېرو اتو- نهو کلونو کې خپاره کړی دی، د ځینو کمپنیو مشران هغه افراد هم دی، چې پخوا یې له طالبانو سره نږدې انډیوالی لرله او ښایی اوس هم د هغوی په اشاره وګډیږی او په دې برخه کې د ولسمشر کرزی شک ډېر پرځای دی. بلې مسالې، چې په هېواد کې د دغو کمپنیو پراخ فعالیت ته په تېره وخت کې زمینه برابره کړې ده، هغه د افغان امنیت ټینګوونکو ارګانو کمزوری وه، چې تر ډېره د مالونو د لېږد او رالېږد لپاره دا کمپنۍ وکارول شوې او پر پولیسو لازم اعتماد نه وو موجود. کارپوهان همدې ټکی ته په اشارې وایی، چې په لومړیو کې دا کار د یوې اړتیا له مخې ترسره شوی او کېدای شی، چې دغې چارې ته اوږه ورکول هم حکومت له مجبوریته کړی وی، خو اوس چې نهه کاله وروسته افغان امنیت ټینګوونکی ارګانونه تقویه شوې دی، نو دا ضرورت نشته دی، چې دغسې غیرقانونی پوځی تشکیلات، چې قانون ته هېڅ پابندی نه لری او ان اردو او پولیسو ته هم ستونزې پیدا کوی فعالیت ولری. د دغو امنیتی کمپنیو له ډلې څخه یوې یې څو میاشتې مخکې د میدان وردګو ولایت په مربوطاتو کې ملکی وګړی هم وژلی وو، چې د خلکو سخت اعتراض ته یې لار پرانسته او د یولې بلې امنیتی کمپنۍ مشر د وخت لوی څارنوال عبدالجبار ثابت، چې د فساد په وړاندې یې د مبارزې ډېر تند تند شعارونه ورکول، د خیرخانې له کوتل پورته د سړک پر سر څملولی و.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.