خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
افغانستان کې یوټیوب وېبپاڼه پرانیستل شوه
زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
په افغانستان کې یوټیوب ټولنیزه پاڼه، چې له میاشتو راهیسې تړل شوې وه، بیرته پرانیستل شوه.
د ویډیوگانو شریکوونکې پاڼه یوټیوب، چې نژدې نهمه میاشتې مخکې افغان حکومت تړلې وه، اوس د اړوندو چارواکو له خوا بیرته پرانیستل شوې ده.
دغه ویب پاڼه د افغانستان د امنیت شورا په غوښتنه وروسته له هغه وتړل شوه، چې په امریکا کې د اسلام د پیغمبر(ص) په اړه د یوه سپکوونکی فلم تر خپریدلو وروسته په افغانستان کې له تاوتریخوالو ډک لاریونونه وشول.
اوس د افغانستان د مخابراتو وزارت چارواکی وایی، دغه تولنیزه پاڼه بیرته پرانستل شوې ده.
د دغه وزارت د اترا ادارې مرستیال عبدالمالک نظری بی بی سی ته وویل، چې د اطلاعات او کلتور وزارت په رسمی غوښتنه یې دغه پاڼه بیرته پرانیستې ده او اوس یې مینه وال په هر ځای کې کتلی شی.
دارنګه د اطلاعاتو او کلتور وزیر سید مخدوم رهین هم په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلی، چې دغه ویډیو شریکونکې پاڼه بیرته پرانستل شوې خو هغه هېله څرګنده کړې، چې د پاڼې مینه والو به د هغې د استعمال سمه لاره زده کړې وی.
د دغې پاڼې ځینو مینه والو هم بی بی سی ته ویلی، چې دغه اوس کتلی شی.
یوټیوب پاڼه په افغانستان کې د هغو خلکو پر مخ تړلې وه، چې له حکومتی انټرنېټ یې استفاده کوله
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.