خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1391/10/17 8:11کد خبر: 12775
دجمعیت اسلامی پخوانی مشر قاضی حسین احمد مړشو

دجمعیت اسلامی پخوانی مشر قاضی حسین احمد مړشو

دجمعیت اسلامی پخوانی مشر قاضی حسین احمد مړشو - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 3 دقیقه

دجمعیت اسلامی ګوند پخوانی مشر قاضی حسین احمد داسلام اباد په ایف (10) سیمه کې په یوه شخصی روغتون کې دزړه ددرېدو له وجی ساه ورکړه . نوموړی له تېرو څو کلونو راهیسته دسالنډی او هم دا راز د زړه دناروغی له کبله په تکلیف وو. په اسلام اباد کې دخبریال ډاټ کام همکار روف طلحه وایی چې هغه تېره شپه په داسی حال کې مړ شو چې په روغتون کې دکورنۍ غړی او د جماعت اسلامی کارکوونکی شته وو. دقاضی حسین احمد زوی اصف قاضی وایی چې دپلار جنازه به یې نن دخیبر پښتونخوا په نوشهره کې دهغه په پلارنۍ هدیره کې چې په کاکا خېل کلی کې ده خاوروته وسپاری . قاضی حسین احمد په خپل وخت کې وتلی مذهبی سیاسی شخصیت بلل کېده خو اوس په دې وروستیو کې دپاکستانی طالبانو سره په ټکر کې راغلی وو. دنوموړی پلار قاضی عبدالرب هم د خپل وخت سیاسی ، خولور ، روحانی او جهاد پلوى مشر و. یوازی دا نه بلکه نوموړی په سوداګری کې هم لوی لاس لاره او دژوند چاری یې په سودا ګری ترسره کولې . د قاضی حسین احمد خپل کاری ژوند هم د درملو له پلورنې پیل شوى او په ترڅ کې یې د پښتونخوا د سوداګرۍ خونې تر مرستیال مشرتابه هم رسېدلى دى. قاضی حسین احمد په جغرافیه کې د ماسټرۍ تر کچې لوړې زده کړې درلودې او مخکې له دې چې اسلامپالی سیاست ته لاړشی ، د سوات په جهانزېب کالج کې ښوونکى و. دى په پښتو، انګرېزی، اردو، عربی او فارسی ژبو پوهېده. په افغانستان کې تر پوځی انقلاب وړاندی هغه افغانستان ته دتجارت په پلمه تګ راتګ کاوه . جمعیت اسلامی چې پخوا یې اوږده مشری د قاضی حسین احمد په غاړه وه په افغانستان کې له حزب اسلامی سره ژوری اړیکی درلودې ،خو نوموړی دافغانستان دحزب اسلامی له مشر ګلبدین حکمتیار نه پرته احمد شاه مسعود، استاد برهان الدین ربانی هم له ځان سره ساتلی وو. هغه به ویل چې ربانی ته دده او دافغانستان دپوخی انقلاب دمخالیفینو له لوری دچترالی ملا نوم ورکول شوی وو، خو چې کله چترالی ملا (استادربانی ) دافغانستان دپوځی انقلاب له ړنګېدو وروسته د قاضی حسین احد تر ټولو دنېژدې افغان ملاتړی ګلبدین حکمتیار سره راواخیسته نو هغه وخت د استاد ربانی او قاضی حسین احمد ترمنځ داختلاف سوړه نوره هم پراخه شوه . قاضی حسین احمد له توندلارو اسلام پالو څخه وو . په افغانستان کې دجهاد په موخه جګړې کولې او دده دګوند جمعیت اسلامی ګڼ ځوانان به افغانستان ته د جهاد په نوم تلل . هغه له افغانستان سره سره په کشمیر، چچنیا او بوسنیا هرڅوګووینیا کې هم د جهادی ډلو ملاتړى پاتې شوى دى. دیادولو وړده چې دتېر 2012 کال ددنومبر میاشتی پر 19 دقاضی حسین احمد پر کاروان یو ځانمرګی برید هم شوی وو. په پېښور کې دخبریال ډاټ اکام دهمکار اجمیر خان دراپور له مخی چاودنه هغه مهال وشوه چې قاضی حسین احمد د بره مهمندو ایجنسۍ ښاپښ (خاپخ) سیمې ته د جماعت اسلامی نوی دفتر پرانستو ته روان وو. البته له هغه بریده نوموړی روغ وتلی وو ، خو دادی تېره شپه دزړه ددرېدو له کبله د 74 کاله په عمر ومړ.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.