خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
سپنتا او جلیلی پر سرحدی او اقتصادی مسلو خبرې وکړې

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
د افغانستان او ایران د ملی امنیت د شوراګانو سلاکارانو پرون په کابل کې پر سرحدی او اقتصادی مسایلو خبرې وکړې.
له ارګ څخه د یوې خپرې شوې خبرپاڼې له مخې دواړو خواوو د سیمې د هیوادونو ترمنځ پر اوږدمهالو همکاریو خبرې وکړې او تاکید یې وکاوه چې د افغانستان او ایران د خلکو ترمنځ باید اقتصادی او کلتوری اړیکې پیاوړې شی.
د رنګین دادفر سپنتا او سعید جلیلی په کتنه کې د دوو هیوادونو د ملی امنیت د شوراګانو مرستیالانو ته دنده وسپارل شوه چې د دوو هیوادونو د امنیتی او اقتصادی اړیکو پر راتلونکی خبرې وکړی.
د ایران د ملی امنیت سلاکار د افغانستان ترسفر مخکې په نوی ډیلی کې له هندی چارواکو سره په کتنه کې د افغانستان د سولې پر پروسې خبرې کړې وې.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.