خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
ټاکنو کمېسیون له دینی عالمانو مرسته وغوښته

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
د ټاکنو کمېسون نن د ننګرهار له دینی عالمانو او مخورو څخه په یوه غونډه کې وغوښتل، چې په پارلمانی ټاکنو کې د ګډون لپاره د خلکو په هڅونه کې ورسره مرسته وکړی.
په ننګرهار کې د ټاکنو د کمېسون ځایی مسول ډاکټراحمدولی امین کلید ته وویل، دا غوښتنه به ورته ګټوره پرېوځی او وبه کړاى شی، چې په راتلونکو ټاکنو کې د رایه اچونکو شمېر زیات کړی.
هغه د دې پوښتنې په ځواب کې، چې د دې غوښتنې ترڅنګ د دینی عالمانو او مخورو د امنیت ډاډ ورکولاى شی کنه؟ وویل په دې اړه یې له امنیتی ادارو ژمنه اخېستې او امنیت ساتنه د دوى کار دى.
یو شمېر دینی عالمانو هم کلید ته وویل، چې پارلمانی ټاکنو کې به په دې شرط خلک برخې اخېستو ته هڅوی، چې حکومت یې د امنیت او د خپلو وسله والو مخالفینو له ګواښه د ژغورنې ډاډ ورکړی.
په ننګرهار کې له دینی عالمانو او مخورو څخه د ټاکنو په بهیر کې په داسې حال کې مرسته غوښتل کېږی، چې د دې ولایت په یو شمېرسیمو کې د ناامنۍ پېښې ډېرې شوی او د ټاکنیزو چارواکو په خبره له دې امله د دوى چارې هم یو څه ټکنۍ شوی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.