خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1391/11/03 18:19کد خبر: 12965
افغان ولسمشر: واشنګټن ته د سفر په ترڅ کې مې باید شوې پریکړې عملی شی

افغان ولسمشر: واشنګټن ته د سفر په ترڅ کې مې باید شوې پریکړې عملی شی

افغان ولسمشر: واشنګټن ته د سفر په ترڅ کې مې باید شوې پریکړې عملی شی - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 3 دقیقه

ولسمشر حامد کرزی په کابل کې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړی استازی ډېویډ پیرس سره کتلی دی، د ولسمشر د ویندوې دفتر په یوې خبرپاڼې کې ویلی دی، چې په دې کتنه کې امریکا ته د ولسمشر حامد کرزی په وروستی سفر، په قطر کې د طالبانو د دفتر پر پرانیستنه او د سولې د خبرو په څرنګوالې خبرې اترې وشوې. د ولسمشر د ویندوې له دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه وایی، دا لیدنه چې پرون ترسره شوه په کې په ګڼو دوه اړخیزو مسالو خبرې وشوې چې یوه یې هم امریکا ته د ولسمشر حامد کرزی د ورستی سفر مساله وه. ارګ وایی، ولسمشر حامد کرزی په دې خبرو کې یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې واشنګټن ته د ده د سفر په ترڅ کې شوې پریکړې باید عملی شی او افغان حکومت ته د باګرام د زندان د بشپړې سپارنې په برخه کې یې ځانګړۍ ټینګار وکړ. د باګرام زندان لویه برخه مسولیت افغان لورې ته سپارل شوی دی، خو یو شمېر بندیان لا هم د امریکایی ځواکونو تر واک لاندې دی. واشنګټن کې د ولسمشر بارک اوباما او نورو چارواکو سره د ولسمشر کرزی په مشرۍ د افغان هییت په لیدنو کتنو کې پریکړه شوې وه، چې په افغانستان کې به د امریکایی ځواکونو تر واک لاندې ټول زندانونه افغان حکومت ته سپارل کیږی. خو له واشنګټن څخه د ولسمشر کرزی له راستنیدو لږ وروسته، افغانستان کې میشتو نړېوالو ځواکونو د افغانستان په ځینو توقیف ځایونو کې د شکنجو د اندېښنو له کبله افغان حکومت د یو شمېر زندنیانو سپارل ځنډولی دی. د ولسمشر د ویندوې دفتر وایی، ولسمشر کرزی په دې لیدنه کې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړی استازی ډیویډ پیریس ته وویل، افغان لوری ته د باګرام د زندان په بشپړې سپارنه کې هرډول ځنډ به د افغانستان د خلکو ترمنځ د بدګمانۍ سبب شی. افغان ولسمشر حامد کرزی په داسې حال کې د باګرام د زندان د مسولیتونو په بشپړه ورسپارنه ټینګار کوی، چې د ملګرو ملتونو په یو تازه راپور کې د افغانستان د حکومت تر ولکې لاندې توقیف ځایونو او زندانونو کې د بندیانو د شکنجه کولو په اړه جدی اندېښنې رابرسیره شوې دی. په دې لیدنه کې په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانیستلو په اړه هم خبرې شوې او د ارګ خبرپاڼه د ولسمشر حامد کرزی په حواله وایی، هغه طالبان چې د سولې په خبرو کې برخه اخلی باید، چې خپل اعتبار ثابت کړی او د طالبانو د مشرتابه له خوا د تصدیق وړ واک او صلاحیت ولری. ولسمشر کرزی ټینګار کړی دی، چې په قطر کې د طالبانو دفتر باید د افغانستان، امریکا او قطر ترمنځ د لیکلی موافقې پربنسټ جوړ شی او د افغانستان د سولې عالی شورا به یوازینۍ مرجع وی، چې د سولې په خبرو کې به د افغانستان د خلکو استازیتوب کوی
  • منبع: د ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.