خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
حناربانی کهر : په نړی کې دامریکا دبې پیلوټه الوتکو دبریدونو له دوامه اندیښنې مخ پرزیاتېدو دی

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
دپاکستان دبهرنیو چارو وزیرې اعلان وکړ چې په نړی کې دامریکا دبې پیلوټه الوتکو دبریدونو له دوام څخه اندیښنې زیاتې شوی دی .
دایرنا خبری سرچینې دراپو رله مخې دپاکستان دبهرنیو چارو وزیرې حناربانی کر نن دپاکستان دمشرانو جرګې دغړو او دپارلمان دبهرنی سیاست دغړوپه غونډه کې وویل اسلام په ځلونو د پاکستان په قبایلی سیمو دامریکا دبې پیلوټه الوتکو له بریدونو اندیښنې څرګندې کړې او ددغو بریدونو ددریدو غوښتنه یې کړې ده .
ربانی کهر په دې خبرې سره چې دبې پیلوټه الوتکو بریدونو له ترهګری سره دمبارزې په برخه کې دامریکا لپاره لاسته راوړنې نه درلودې وویل چې اوس مهال ټوله نړی کې له هغې جملې په امریکا کې عمومی افکارو دې ته پام اوښتې اودا ددې الوتکو بریدونه بې نتیجې بولی
نوموړی زیاته کړه چې ددې ډول بریدونو د وام دپاکستان دملی واکمنی ترپښو لاندې کول دی
بلخوا دپاکستان دتحریک انصاف ګوندمشر هم دپاکستان په قبایلی سیمو دبې پیلوټه الوتکو په بریدونو اندیښنه څرګنده کړې عمران دپاکستان په قبایلی سیمه دامریکا دبې پیلوټه الوتکو دبریدونوپه دوام په نیوکې سره وویل داډول بریدونه په قبایلی سیموکې ترهګر ې کړنې زیاتوی نوموړی وایی چې په دې ډول بریدونو کې بې ګناه ملکی وکړو ته زیاته مرګ ژوبله اوښتې ده نوموړی وویل دپاکستان دولت دخپلو ګټو اوملی واکمنی په ساتنه کې کمز وری عمل کړی اوخپله دهیواد دعامو خلکو په وژله کې په ګډون کونکی بدل شوی دی اوکه چېرې دا لړی دوام ومومی نو هغه وخت به بیا په قبایلی سیمه کې په دې ډول بریدونوکې دز یاتو عامو خلکو دمرګ ژوبلې شاهدان ؤ
- منبع: د ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.