د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ اتمه غونډه نن د روسیې په پلازمېنه مسکو کې پیل شوه. په دې غونډه کې د افغانستان، روسیې، چین، هند، ایران، پاکستان، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او اوزبېکستان استازی او لوړپوړی چارواکی ګډون لری او د بلاروس او مصر پلاوو هم د مېلمنو په توګه ګډون کړی دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوی امیرخان متقی په دې غونډه کې د افغانستان د پلاوی مشری کوی.
روسی ورځپاڼې «وېډوموستی» راپور ورکړی چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف نن د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ غونډه کې ویلی: «غواړم یو ځل بیا ټینګار وکړم چې د افغانستان په خاوره کې د ناټو د پوځی تاسیساتو جوړول د منلو نه دی.»
هغه زیاته کړې، دغه اقدام که په هر نوم او هر دلیل وی، د روسیې لپاره د منلو وړ نه دی.
د راپور له مخې، د روسیې د امنیت شورا منشی سرګی شویګو هم د روان کال په مې میاشت کې ویلی وو چې په افغانستان کې د ناټو د پوځی تاسیساتو جوړول د منلو وړ نه دی.
د راپورونو له مخې، لاوروف دغهراز ویلی چې اسلامی امارت پر ټول افغانستان واکمنی لری او دغه هېواد په بریالیتوب سره اداره کوی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې چې د اسلامی امارت ځواکونه د داعش او نورو وسلهوالو ډلو پر وړاندې په بریالیتوب مبارزه کوی.
هغه دغهراز زیاته کړې چې د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، له 2022 کال راهیسې په افغانستان کې د تریاکو تولید 90 سلنه کم شوی دی.
هغه زیاته کړې چې د بشری حقونو د ملاتړ په پلمه د لوېدیځو هېوادونو د بندیزونو او د افغانستان د شتمنیو د کنګل کېدو سربېره، د افغانستان اقتصاد د ودې په حال کې دی.

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.