د ابوحنیفه پنځم عمومی او نړۍوال نندارتون کې په بېلابېلو برخو کې سلګونو کورنیو شرکتونو په شاوخوا 600 غرفو کې د خوراکی توکو، درملو، لبنیاتو، ساختمانی توکو، لاسی صنایعو، غالیو، پلاستیک، اوسپنې ویلې کولو او ګڼو نورو برخو کې خپل صنعتی تولیدات او کرنیز محصولات نندارې ته وړاندې کړی دی.
دغه نندارتون پرون (د تلې 15مه) کابل کې د افغانستان نړۍوال نندارتون مرکز کې د ریاستالوزراء اقتصادی مرستیال ملا عبدالغنی برادر اخوند له خوا پرانستل شو او اووه ورځې دوام وکړی.
ملا عبدالغنی برادر اخوند د نندارتون د پرانیستې مراسمو ته په وینا کې وویل چې د افغانستان اسلامی امارت هڅه کوی د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې لازمې اسانتیاوې رامنځته، د سوداګرو پر وړاندې خنډونه راکم او د خصوصی سکتور لپاره مناسب چاپېریال رامنځته کړی، ځکه د خصوصی سکټور مشارکت د اقتصادی ودې لپاره اساسی اهمیت لری.
هغه زیاته کړه چې دغه نندارتون د افغانستان د اقتصادی ظرفیتونو د معرفی، د کورنیو تولیداتو د ملاتړ، د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د افغانستان او سیمې ترمنځ د مستقیمو سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې یو مهم اقدام ګڼل کېږی.
ده وویل چې نننی نندارتون د سوداګریزو محصولاتو او تولیداتو په برخه کې د افغانستان بالقوه ظرفیتونه په سمه توګه معرفی، د افغانستان د تولیدی، کرنیزو، صنعتی محصولاتو، وچو او تازه میوو لوړ کیفیت ته په کتو به له هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوی او د افغانستان محصولاتو ته به سیمه ییز او نړیوال بازارونه پیدا کړی.
ملا برادر اخوند زیاته کړه :«د سیمې او نړۍ د هېوادونو ترمنځ سوداګریز مناسبات او اړیکې د تجارت په یو مهم اصل یعنې نسبی او مطلقو امتیازونو ولاړې دی، ترڅو د نړۍ هېوادونه د مختلفو تولیدی محصولاتو، صنایعو او تکنالوژۍ په برخه کې خپلې نسبی او مطلقې اړتیاوې له دې لارې په سمه توګه پوره کړی.»
د ریاست الوزراء د اقتصادی مرستیال په وینا، په سیمه ییز او نړیوال تجارت کې د نړۍ هېڅ هېواد ته په کمه سترګه نه کتل کېږی، ځکه چې هر هېواد د تولیداتو او محصولاتو په برخه کې یا نسبی او یا هم مطلق امتیازونه لری، چې دا چاره د سیمه ییز او نړیوال تجارت اساسی اړتیا او لامل ګڼل کېږی.
هغه زیاته کړه چې د افغانستان اسلامی امارت نه یوازې د اقتصادی ودې او پراختیا په برخه کې نیمګړی فصلونه تکمیلوی، بلکې د اقتصادی بنسټونو د رغونې په برخه کې یې په کمو امکاناتو سره داسې نوی فصلونه پیل کړی، چې «د هېواد موجوده او راتلونکی نسلونه به پرې افتخار کوی.»
ده وویل چې د واخان اقتصادی او سوداګریز سرک پرانیستل شو، دا سړک چین د افغانستان له لارې د اروپا له بازارونو سره تر ټولو په لنډه لار نښلوی او افغانستان د سیمه ییز ټرانزیټ او سوداګرۍ په یو مصروف مرکز بدلوی، چې د حق العبور عاید ترڅنګ به په دې مسیر کې په تدریجی ډول سترې او مهمې زیربناوې ورغول شی.
د ریاستالوزراء اقتصادی مرستیال وویل، د سیمهییز اتصال په برخه کې د اسلامی امارت هڅې ښیی چې غواړی د هېواد سرحدونه د ګواښ پر ځای د ستراتیژیک اقتصادی مشارکت د وصل پر نقطو بدل کړی او دا موضوع د حکومت له مهمو لومړیتوبونو څخه ده.

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.