خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishپښتو
فارسیEnglishپښتو
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
تاریخ انتشار: 1405/07/17 17:45کد خبر: 130323

نیویارک ټایمز: د پاکستان جنګی الوتکې د حوثیانو پر ضد بریدونو کې کارول کېږی

نیویارک ټایمز: د پاکستان جنګی الوتکې د حوثیانو پر ضد بریدونو کې کارول کېږی - خبرگزاری افغان ایرکا

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی چې د پاکستان جنګی الوتکې د سعودی عربستان له لوری د یمن د حوثیانو پر ضد هوایی بریدونو کې کارول کېږی؛ خو د پاکستان د اطلاعاتو وزارت دغه راپور رد کړی دی.

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، د پاکستان یوه لوړپوړی پوځی چارواکی، چې نوم یې نه دی یاد شوی، ویلی چې د دغه هېواد د هوایی ځواک جنګی الوتکې د حوثیانو پر ضد بریدونو کې کارول کېږی.

د پاکستان یوه بل چارواکی هم ورځپاڼې ته ویلی چې د دغه هېواد رول به تر ډېره د هوایی ملاتړ او د حوثیانو د توغندیزو او بې‌پیلوټه الوتکو د ګواښونو کمولو پر هڅو متمرکز وی، نه په یمن کې پر ځمکنیو عملیاتو.

د راپور له مخې، د امریکا د پوځ پخوانۍ اتشې او د دفاعی استخباراتو ادارې پخوانی شنونکی ډیویډ او سمیټ ویلی چې د شنونکو د اټکل له مخې، شاوخوا اته زره پاکستانی سرتېری سعودی عربستان ته استول شوی دی. د هغه په خبره، په دغو ځواکونو کې د پاکستان د هوایی ځواک او د پوځ د هوایی دفاع برخې هم شاملې دی.

خو د پاکستان د اطلاعاتو وزارت د پنجشنبې په ورځ د نیویارک ټایمز راپور «جعلی او له ځانه جوړ شوی» بللی او له نړۍوالو رسنیو یې غوښتی چې د مکې د ګډ دفاعی تړون له مخې د پاکستانی ځواکونو د کارولو په اړه له اټکلونو ډډه وکړی.

دغه وزارت ویلی چې که د پاکستان د وسله‌والو ځواکونو د کارولو اړتیا پېښه شی، اړوندې ادارې به یې جزئیات خپاره کړی.

دغه راپور په داسې حال کې خپرېږی چې د سعودی عربستان چارواکو ویلی، د یمن حوثیانو د دغه هېواد د ریاض او ابها پر هوایی ډګرونو د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه کړی دی.

د سعودی چارواکو په وینا، په دغو بریدونو کې درې کسان وژل شوی او لسګونه نور ټپیان شوی دی.

  • منبع: افغان ایرکا خبری اژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

پربازدیدترین‌ها

گزارش

زبان:
فارسیEnglishپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.