د روسیې اینټرفاکس خبری اژانس د راپور له مخې، پوتین دغه څرګندونې د پنجشنبې په ورځ (د تلې 16مه) د ترکمنستان په ترکمنباشی ښار کې له خپل ایرانی سیال مسعود پزشکیان سره په لیدنه کې کړې دی.
پوتین ویلی چې په سیمه کې روان وضعیت اوس تر ټولو جدی ستونزه ده او روسیه چمتو ده چې د دغه کړکېچ هواری لپاره له ایران سره هر ډول مرسته وکړی.
هغه زیاته کړې چې ایران د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره رښتینې هڅې کړې او د کړکېچ د سولهییز هواری لپاره یې نوې وړاندیزونه هم وړاندې کړی دی.
په همدې حال کې، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د روسیې له دریځه مننه کړې او ویلی یې دی چې د تهران او مسکو اړیکې په بېلابېلو برخو کې د پراختیا په حال کې دی.
دغهراز د الجزیرې د راپور له مخې، پزشکیان ټینګار کړی چې ایران د جګړې د ژر پای ته رسولو هڅې کوی، خو د ده په وینا، د هر ډول هوکړې لپاره باید د ایران حقونو ته درناوی وشی او هوکړه عادلانه او متوازنه وی.
دا لیدنه په داسې حال کې شوې چې د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې روانې دی او د احتمالی هوکړې پر شرایطو د دواړو لورو اختلافونه لا هم پر ځای دی.

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.