د چین «شین هوانګه» رسنۍ راپور ورکړی چې دغه اورګاډی د اکټوبر په 21مه روان شوی او تمه کېږی چې له 20 ورځو وروسته افغانستان ته ورسېږی.
په راپور کې راغلی چې دغه اورګاډی د لینیی ښار تولید شوی نساجی محصولات، کیمیاوی خام مواد، وسایل او ساختمانی ماشینونه لېږدوی او د خورګوس له سرحدی لارې به د منځنۍ اسیا ترانزیټی مسیر ته داخل شی.
د راپور له مخې، له دې مخکې له شاندونګ څخه افغانستان ته د توکو لېږد تر ډېره د سړکونو یا د اوسپنې پټلۍ او سړکونو د ګډ ټرانسپورټ له لارې کېده چې لوړ لګښتونه او د لېږد نامعلوم وختونه یې لرل.
سرچینې لیکلی چې د اوسپنې پټلۍ د دغه مستقیم مسیر جوړېدل د توکو د لېږد او د چین او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا لپاره یوه نوې لاره برابروی.
دا د سوداګریزو توکو لومړنی ځانګړی اورګاډی دی چې د چین له شاندونګ ولایت څخه په مستقیم ډول د افغانستان د حیرتان بندر پر لور روان شوی دی.

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.