د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچی نن (جمعه) پر خپله اېکسپاڼه په یوه پیغام کې لیکلی: «متحده ایالتونو په تېرو درېیو کلونو کې د مالیهورکوونکو 11 میلیارد ډالر د اسرائیل پر توغندیز دفاعی سیسټم لګولی دی.»
عراقچی ادعا کړې چې د اسرائیل د دفاع لپاره خپله تر اسرائیل امریکا ډېر دفاعی توغندی توغولی دی.
نوموړی زیاته کړې: «دا نور د متقابلو ګټو پر بنسټ اړیکه نه ده، بلکې یوه استثماری او یو اړخیزه اړیکه ده.»
عراقچی په خپل دغه پیغام کې یوه جدول ته اشاره کړې چې په کې د 2023 کال له اکټوبر څخه د 2026 کال تر جون میاشتې پورې د اسرائیل د دفاع لپاره د امریکا له لوری د توغول شوو دفاعی توغندیو د شمېر او لګښت په اړه خپاره شوی اټکلونه وړاندې شوی دی.
د یادونې ده، امریکا او اسرائیل له ایران سره د جګړې پر مهال د ګډو پوځی همکاریو په چوکاټ کې په ایران کې پر یو شمېر هدفونو بریدونه کړی دی.

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.