خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishپښتو
فارسیEnglishپښتو
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
تاریخ انتشار: 1405/08/01 20:46کد خبر: 130434

پوتین: د سولې خبرې باید د روسیې، اوکراین او اروپا پر امنیتی تضمینونو متمرکزې وی

پوتین: د سولې خبرې باید د روسیې، اوکراین او اروپا پر امنیتی تضمینونو متمرکزې وی - خبرگزاری افغان ایرکا

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلی چې د اوکراین د جګړې د حل لپاره راتلونکې خبرې باید د روسیې او اوکراین د امنیت د تضمین او همدارنګه د اروپا د امنیتی چوکاټ پر موضوع متمرکزې وی.

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

رویټرز راپور ورکړی چې پوتین دغه څرګندونې پرون (پنج‌شنبه) د روسیې له دولتی ټلوېزیون سره په خبرو کې، د امریکا له ځانګړی استازی سټیو وېټکاف سره تر لیدنې یوه ورځ وروسته کړې دی.

پوتین ویلی چې روسیه چمتو ده راتلونکې میاشت له اوکراین سره د امریکا په منځګړیتوب خبرې بېرته پیل کړی.

د هغه په وینا، د دغو خبرو موخه باید داسې سولې تړون ته رسېدل وی چې د دواړو هېوادونو امنیت تضمین کړی، نه دا چې یوازې د لنډې مودې لپاره لنډمهالی اوربند وشی.

پوتین ویلی چې وېټکاف هم ټینګار کړی چې خبرې باید د اروپا امنیتی چوکاټ ته وغځول شی او دی له دې موضوع سره موافق دی.

بلخوا، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلېنسکی، چې د سې‌شنبې په ورځ یې په ناروې کې له وېټکاف سره لیدلی، ویلی چې هېواد یې خبرو ته چمتو دی او ښایی دا خبرې د راتلونکې میاشتې تر لومړیو پورې ترسره شی.

زلېنسکی زیاته کړې چې اوکراین د اوربند، جګړې پای ته رسولو، د انرژۍ برخه کې د اوربند او بشری نوښتونو له هر ډول وړاندیز ملاتړ کوی.

د راپور له مخې، د خبرو د پرمختګ لپاره د امریکا په مشرۍ هڅې د فبرورۍ په میاشت کې وروسته له هغې ودرېدې چې د امریکا او اسرائیلو جګړه له ایران سره پیل شوه.

د راپور له مخې، د اوکراین په ختیځ کې د سیمو پر سر اختلاف د روسیې او اوکراین ترمنځ د خبرو له مهمو لانجمنو موضوعاتو څخه دی. روسیه غواړی د اوکراین په ختیځ کې د دونباس ټوله سیمه ورته وسپارل شی، خو کییف د هغو سیمو له سپارلو سره مخالفت کوی چې اوس یې په کنټرول کې دی.

پوتین ویلی چې د اوکراین په ختیځ کې د سیمو په اړه هر ډول خبرې باید هغه څه په پام کې ونیسی چې نوموړی «د روسیې تاریخی خاوره» بللې ده.

هغه دا ادعا هم کړې چې د دغو سیمو اوسېدونکو د روسیې د یرغل له پیل اووه میاشتې وروسته په ترسره شویو ټولپوښتنو کې له روسیې سره د یوځای کېدو په ګټه رایه ورکړې وه.

  • منبع: افغان ایرکا خبری اژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

پربازدیدترین‌ها

گزارش

زبان:
فارسیEnglishپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.