خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishپښتو
فارسیEnglishپښتو
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
تاریخ انتشار: 1405/08/07 10:47کد خبر: 130491

د ایران د یوه ډله محصلینو لیکنو ته د اسلامی انقلاب د رهبر ځواب، د ځلانده راتلونکی د جوړولو «ګډه ژمنه»

د ایران د یوه ډله محصلینو لیکنو ته د اسلامی انقلاب د رهبر ځواب، د ځلانده راتلونکی د جوړولو «ګډه ژمنه» - خبرگزاری افغان ایرکا

د اسلامی انقلاب معظم رهبر حضرت آیت الله سید مجتبی خامنه ای له ټول ایران څخه د یوشمیر محصلینو د لیکنو په ځواب کښې چې په دې وروستیو میاشتو کښې یې ورته لیږلې وې، د راتلونکی د جوړولو لپاره د هغوی هوډ او اراده او د مسئولیت احساس یې، د مشرتابه او ځوانانو ترمنیځ د «ګډې ژمنې» د یوځاې کولو لړۍ وبلله او د ایران د پیاوړتیا او اقتدار د زیاتولو لپاره د علم او ایمان او د نفس د پاکۍ او څوچنده هڅې په وسلې باندې په سنبالیدو یې ټینګار وکړ.

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د معظم رهبر د دفتر د خبرتیا د سایټ له قوله لیکلی چې د اسلامی انقلاب د رهبر د ځواب متن په دا ډول دی:

بسمه‌ تعالی

ګرانو اولادونو السلام علیکم!

ستاسو له مینې ډک لیکونه مې ولوستل. ستاسو، د ځوانو او هڅاندو محصلینو له ډېرو مهربانیو مننه کوم او ستاسو ټولو لپاره، چې پر ما مو حق اېښی دی، ځانګړې دعاګانې کوم.

ستاسو په لیکونو او د ډېرو هغو ځوانانو او محصلینو په لیکونو کې چې پر ما خپله مینه او مهربانی لوروی، د راتلونکی د جوړولو لپاره هوډ، اراده او د مسئولیت احساس ځلېږی. دا ټینګه ژمنه یو ارزښتناک امانت دی، چې جرړې یې د حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وآله وسلم د سوچه اسلام په مکتب او د ستر امام خمینی او شهید خامنه‌یی اعلی‌الله مقامهما الشّریف ، په میراث کې غځېدلې دی او له یو بل سره زموږ د «ګډې ژمنې» د تړاو مزی دی.

د دې موخې لپاره تر خپله وسه، ځانونه د علم او ایمان، د نفس د تزکیې، له خدای سره د اُنس او د قرآن کریم او اهل‌بیت علیهم‌السلام له معارفو سره د ژورې بلدتیا په وسلو سمبال کړئ. د لا ډېرو هڅو او نوښتونو له لارې د ګران ایران ځواک او اقتدار زیات کړئ، څو زمونږ د مهربان مولا، حضرت امام مهدی عجل‌الله تعالی فرجه الشریف، په دعا او برکت سره، د ګډې ژمنې د لښکرو له لوری د پرمختګ او اسلامی ـ ایرانی تمدن د لوړو څوکو پر لور د لارې وهلو بهیر، ان‌شاءالله، لا ښه او په چټکۍ سره عملی شی.

‌سیّد مجتبی حسینی خامنه‌ای
د 1405 کال د لړم 6مه

  • منبع: افغان ایرکا خبری اژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

پربازدیدترین‌ها

گزارش

زبان:
فارسیEnglishپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.