د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې نن (پنجشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلی چې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ خونو په ګډ نوښت او همکارۍ، په بامیان ولایت کې د کچالانو ازمایښتی کرنه ترسره شوې او د اوزبېکستان بازار ته د دغه محصول د صادراتو لپاره زمینه برابره شوې ده.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومی رییس سیدکریم هاشمی او د اوزبېکستان د سوداګرۍ خونې رییس دوران وهابوف، دغه هېواد ته د بامیان د 100 زره ټنه کچالانو پر صادراتو هوکړه کړې او د قرارداد د وروستی کولو چارې یې روانې دی.
د سوداګرۍ خونې په خبره، د دغه محصول لومړۍ جوپه د حیرتان بندر له لارې د اوزبېکستان ترمذ ښار ته لېږدول کېږی.
د دواړو هېوادونو سوداګرۍ خونې د سیمهییزو چارواکو او سوداګرو په همکارۍ د بزګرانو او پېرودونکو ترمنځ د اړیکو زمینه برابروی او د کرنیزو محصولاتو د پېر، بازارموندنې او لېږد برخو کې همکاری کوی.
دغه اقدام کولای شی د بامیان د بزګرانو د محصولاتو د پلور بازار پراخ کړی او د افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو پیاوړتیا ته مرسته وکړی.

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.