خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishپښتو
فارسیEnglishپښتو
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
تاریخ انتشار: 1405/08/21 11:23کد خبر: 130577

پاکستانی سیاستوالو له افغانستان سره د اختلافونو د حل غوښتنه وکړه

پاکستانی سیاستوالو له افغانستان سره د اختلافونو د حل غوښتنه وکړه  - خبرگزاری افغان ایرکا

دغه سیاستوال وایی چې د کړکېچونو دوام او د لارو تړل کېدو د دواړو هېوادونو سیاسی او اقتصادی اړیکې زیانمنې کړې او د سیمه ییزو همکاریو او سوداګرۍ فرصتونه یې محدود کړی دی.

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

په اسلام‌اباد کې د مارګلې په غونډه کې یو شمېر سیاستوالو او ګډونوالو د افغانستان په اړه د پاکستان پر سیاست نیوکې کړې او د دغه سیاست د بیاکتنې غوښتنه یې کړې ده.

دوی وایی، چې د کړکېچونو دوام او د لارو تړل کېدو د دواړو هېوادونو سیاسی او اقتصادی اړیکې زیانمنې کړې او د سیمه‌ییزو همکاریو او سوداګرۍ فرصتونه یې محدود کړی دی.

د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی اصف درانی ویلی: «پاکستان باید درې لومړیتوبونه تعقیب کړی؛ لومړی، د ایران او خلیجی هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیک انډول ساتل. دویم، له افغانستان سره د ناحل شویو مسایلو هوارول، په ځانګړې توګه د ترهګرۍ او ټرانزیټی سوداګرۍ په برخو کې.»

د پاکستان پخوانی ډیپلومات اعزاز احمد چودری ویلی: «درې واړه هېوادونه له یو بل څخه شکایتونه او اختلافونه لری. پاکستان په دې باور دی، چې د افغانستان خاوره د دغه هېواد پر ضد کارول کېږی او هند په دې برخه کې رول لری. هندیان هم خپل دریځ لری. له همدې امله، موږ نه یو توانېدلی چې له هغو فرصتونو بشپړه ګټه واخلو، چې د سویلی اسیا سیمه یې برابروی.»

په همدې غونډه کې د پاکستان د لومړی وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار هم د یوه سوله‌ییز، باثباته او له سیمه‌ییز اقتصاد سره د تړلی افغانستان د رامنځته کېدو لپاره د خپل هېواد پر ملاتړ ټینګار کړی دی.

خو نوموړی ویلی، چې دغې موخې ته رسېدل د پاکستان پر ضد د افغانستان د خاورې د کارولو د مخنیوی لپاره اغېزناکو اقداماتو ته اړتیا لری.

د پاکستان د لومړی وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلی: «پاکستان به د خپلو وګړو ساتنې ته دوام ورکړی او په ورته وخت کې به د یوه سوله‌ییز، باثباته او له سیمه‌ییز اقتصاد سره د یوځای شوی افغانستان د رامنځته کېدو لپاره د هڅو ملاتړ وکړی.»

اسلامی امارت تر اوسه د دغو څرګندونو په غبرګون کې څه نه دی ویلی؛ خو تر دې وړاندې یې په وار وار د پاکستان هغه ادعاوې رد کړې دی، چې ګواکې د افغانستان خاوره د دغه هېواد پر ضد کارول کېږی.

  • منبع: افغان ایرکا خبری اژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

پربازدیدترین‌ها

گزارش

زبان:
فارسیEnglishپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.