خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishپښتو
فارسیEnglishپښتو
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
تاریخ انتشار: 1405/08/26 10:58کد خبر: 130631

بقایی: د فارس خلیج هېوادونه باید ایران ته د اوښتو زیانونو تاوان ورکړی

بقایی: د فارس خلیج هېوادونه باید ایران ته د اوښتو زیانونو تاوان ورکړی - خبرگزاری افغان ایرکا

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایی د فارس خلیج د همکارۍ شورا د سرمنشی هغه څرګندونې بې بنسټه بللې چې له ایران څخه یې د ځینو سیمه ییزو هېوادونو د زیانونو د جبران غوښتنه کړې او ویلی یې دی چې برعکس، ایران له هغو هېوادونو د تاوان غوښتنه لری چې د امریکا او اسراییلو په بریدونو کې یې مرسته کړې ده.

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د ایسنا خبری اژانس د راپور له مخې، بقایی ادعا کړې چې ځینو سیمه‌ییزو هېوادونو د امریکا او اسراییلو ځواکونو ته پر ایران د بریدونو لپاره خپله خاوره، هوایی حریم او اوبه په واک کې ورکړې دی.

د هغه په وینا، پر ایران د امریکا او اسراییلو په بریدونو کې د دغه هېوادونو رول مستند شوی او شواهد یې له ډیپلوماټیکو لارو ورسره شریک شوی دی.

هغه زیاته کړې چې د نړۍوالو قوانینو له مخې، هغه هېوادونه چې په مستقیم یا غیرمستقیم ډول یې د امریکا او اسراییلو په پوځی بریدونو کې ونډه لرلې، د دغو بریدونو د پایلو مسوول دی او ایران به له هغوی د اوښتو زیانونو د جبران غوښتنه وکړی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلی چې له دغو هېوادونو څخه د توغندیو، بې‌پیلوټه الوتکو او جنګی الوتکو د عملیاتو پیل، د لوژستیکی او پوځی ملاتړ برابرول او په دغو هېوادونو کې د امریکا پوځی اډو په نښه کېدل د ایران پر ضد د بریدونو په ملاتړ کې د هغوی د ونډې له شواهدو څخه دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلی چې د امریکا او اسراییلو جنګی الوتکې، توغندی او بې‌پیلوټه الوتکې د سیمې په ځینو هېوادونو کې له مېشتو پوځی اډو څخه د ایران پر ضد په بریدونو کې کارول شوې دی.

 د هغه په وینا، دغو هېوادونو د بریدونو لپاره د خپلو پوځی اډو د کارولو ترڅنګ، امریکایی او اسراییلی ځواکونو ته لوژستیکی او نور پوځی ملاتړ هم برابر کړی او په همدې هېوادونو کې د امریکا ځینې پوځی اډې هم په نښه شوې دی چې دا خپله په بریدونو کې د هغوی د ونډې شاهدی ورکوی.

د یادونې وړ ده چې د فارس خلیج د همکارۍ شورا سرمنشی جاسم البدیوی، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې غوښتی وو چې ایران باید د شورا پر غړو هېوادونو د بریدونو حساب ورکولو او د دغو بریدونو له امله د اوښتو زیانونو د بشپړ تاوان ورکولو ته اړ کړل شی.

  • منبع: افغان ایرکا خبری اژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

پربازدیدترین‌ها

گزارش

زبان:
فارسیEnglishپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.