خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishپښتو
فارسیEnglishپښتو
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
تاریخ انتشار: 1405/08/27 15:38کد خبر: 130660

ایران په کویټ کې د امریکا پر پوځی اډې برید کړی

ایران په کویټ کې د امریکا پر پوځی اډې برید کړی - خبرگزاری افغان ایرکا

د ایران پوځ ویلی چې په کویټ کې یې په «علی السالم» پوځی اډه کې د امریکایی ځواکونو هوایی دفاعی سیسټمونه او د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو توغولو مرکزونه د بې پیلوټه الوتکو په وسیله په نښه کړی دی.

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د ایران تسنیم خبری اژانس د دغه هېواد د پوځ د عامه اړیکو دفتر له قوله راپور ورکړی چې نن (چهارشنبه) سهار د ایران د پوځ بریدګرو بې‌پیلوټه الوتکو په کویټ کې د علی‌السالم په پوځی اډه کې د امریکایی ځواکونو «پټریوټ» هوایی دفاعی سیسټمونه او د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو توغولو مرکزونه په نښه کړی دی.

د ایران پوځ په خپله خبرپاڼه کې ویلی چې د علی‌السالم هوایی اډه په سیمه کې د امریکا له مهمو پوځی اډو څخه ده او لوېدیځې اسیا ته د پوځی تجهیزاتو او ځواکونو د هوایی لېږد اصلی مرکز ګڼل کېږی.

د سرچینې په وینا، دغه اډه په سیمه کې د امریکایی ځواکونو په پوځی او لوژستیکی فعالیتونو کې مهم رول لری.

د ایران پوځ ټینګار کړی چې د دغه هېواد پر وړاندې به هر ډول ګواښ او برید ته پرېکنده ځواب ورکړی.

دا په داسې حال کې ده چې د کویټ چارواکو هم د بې‌پیلوټه الوتکو د بریدونو د مخنیوی خبر ورکړی دی.

تر اوسه د دغه برید د احتمالی مرګ‌ژوبلې او اوښتو زیانونو په اړه جزئیات نه دی خپاره شوی.

د یادونې ده، امریکایی جنګی الوتکو پرون د هرمز تنګی په قشم ټاپو کې د ایران د سپاه پاسداران اړوند د توغندیو توغولو یو مرکز په نښه کړی و، خو ایرانی چارواکو ویلی چې دغه برید د قشم ټاپو زیربناوو ته زیان نه دی رسولی.

دغه متقابل بریدونه په داسې حال کې کېږی چې قطر او عمان د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ کمولو او د جګړې پای ته رسولو لپاره خپلو ډیپلوماتیکو هڅو ته دوام ورکوی.

  • منبع: افغان ایرکا خبری اژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

پربازدیدترین‌ها

گزارش

زبان:
فارسیEnglishپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.