د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ لوی درستیز امیر سرلښکر امیر حاتمی د سیمې وروستیو تحولاتو ته په اشارې وویل: د ایران ګران ولس له اسلامی انقلاب وروسته، هر ځل چې د دښمن له تېری سره مخ شوی، په پیاوړتیا او ټینګه اراده یې مقابله کړې او هر ځل یې د دښمن هڅې ناکامې کړې دی. د ایران د اسلامی جمهوریت وسلهوالو ځواکونو او پوځ هم، لکه څنګه چې په خپلو شعارونو کې یې څو ځله ویلی، په عمل کې هم همداسې کړی او د ملت د سرښندونکو په توګه یې په ټولو درېیو تحمیلی دفاعی پړاوونو کې د ایران د خلکو د دفاع ژمنه عملی کړې ده.
هغه زیاته کړه: نن هم، له هغو شرایطو سره په پام کې نیولو سره چې موږ پکې یو او دښمن د خپلو ځواکونو د چمتو کولو په حال کې دی او نوې الوتکهوړونکې بېړۍ یې سیمې ته راوړې ده، موږ د بشپړې هوښیارۍ او دقت له مخې د دښمن خوځښتونه څارو او د چمتووالی لپاره یوه شېبه هم له لاسه نه ورکوو. د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ په ټولو برخو، یعنې ځمکنیو، سمندری، هوایی دفاعی او هوایی ځواکونو کې، ټول د دښمن د دقیقې څارنې ترڅنګ، خپل چمتووالی شېبه په شېبه لوړوی.
سرلښکر حاتمی څرګنده کړه: د ایران د اسلامی انقلاب د رهبر له هغو لارښوونو سره سم چې د وسلهوالو ځواکونو لوړپوړو قوماندانانو ته یې سپارلې دی، نن داسې چمتووالی ترلاسه شوی چې که دښمن تېروتنه وکړی او هغه اقدام بیا تکرار کړی چې یو ځل یې ترسره کړ، ځان یې په کړکېچ کې واچاوه او نن یې د بېوسۍ حالت ته رسولی دی، نو له شک پرته به له دښمن او د هغه له ملاتړو سره لا سخت، لا ځپونکی او له جغرافیایی محدودیتونو پرته چلند وشی.
د ایران د پوځ لوی درستیز وویل: هیله لرو چې دښمن د محاسبې تېروتنه ونه کړی؛ خو که داسې پېښه وشی، داسې درس به واخلی چې د ټولو لپاره به عبرت وی.

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.