خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
کرزی د روژې په ویاړ د جګړې او تاوتریخوالی درول غوښتی

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
جمهور رئیس کرزی د روژې د میاشتې په ویاړ پر خپلو وسله والو مخالفینو غږ کړى، چې د روژې په درناوی جګړه او تاوتریخوالى و دروی.
جمهور رئیس کرزی په دې اړه پخپل یوه پیغام کې ویلی، هغه کسان چې وسله یې په لاس او په وینا یې بشری او اسلامی ضد کارونه کوی باید ددغې میاشتې په درناوی ترې لاس واخلی.
کرزی تر دې وړاندې هم څو ځله له مخالفینو غوښتی وو، چې جګړې ته د پاى ټکى کېږدی، خو وسله والو مخالفینو پخوا په وار وار دغه غوښتنه رد کړې ده.
کرزی په خپل پیغام کې په بازارونو کې د خوراکی توکو د بیو لوړېدو ته هم اشاره کړې ده.
هغه له افغان سوداګرو اودوکاندارانو څخه غوښتی، چې دروژې د میاشتې په درناوی بیې لوړې نه کړی.
په هېواد کې هرکال د روژې په را رسېدو سره د خوراکی توکو بیې لوړېږی.
سږ کال هم د نژدې ټولو خوراکی توکو بیې د عادی میاشتو په پرتله لوړې شوی، چې بېوزله افغانان یې له ستونزو سره مخامخ کړی دی.
- منبع: آژانس خبری ایرکا
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.