خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
مسعود: د کوچیانو او هزاره ګانو تر منځ د شخړې لامل څېړو

زمان تقریبی مطالعه: 3 دقیقه
د کابل ښار په لویدیځ کې د کوچیانو او هزاره ګانو ترمنځ د وروستی شخړې د حل او څیړنې لپاره ولسمشر حامد کرزی یو کمیسیون ټاکلی، چې مشری یې شهزاده مسعود کوی. مسعود له ازادی راډیو سره په خبرو کې وویل، چې کمیسیون یې د دواړو خواوو له مشرانو او عالمانو سره غږیدلی دی او دواړو خواوو ورته د ستونزې د هوارولو په برخه کې د مرستې وعده ورکړې ده.
وروسته له هاغې چې د کابل په لویدیځ کې د تیرو څو ورځو راهیسې د کوچیانو او هزاره ګانو ترمنځ شخړې راپورته شوی دی چارواکی وایی، چې اوس د دغو دواړو قومونو مشرانو او عالمانو د ستونزې د حل په برخه کې د مرستې ژمنه کړې ده.
د کوچیانو او هزاره ګانو ترمنځ د شخړې د حل او څیړنې په برخه کې، د ولسمشر حامد کرزی له خوا د ټاکل شوی کمیسیون مشر شهزاده مسعود د یکشنبې په ورځ وویل، چې د دغې شخړې د حل او د عاملینو د پیژندلو په برخه کې د دوی د کمیسیون هڅې دوام لری:
"له پرونه راهیسې مو لومړنی کارونه پیل کړی دی، په راتلونکو یو یا دوو ورځې که به انشاء الله په ټولو کارونو برلاسی شو، وبه ګورو چې ستونزه له کومه ځایه پیدا شوې او د دغې ستونزې ترشا د چا لاسونه دی او په دې مسالې به نن او سبا هم ډېر په دقت سره کار کوو."
د کوچیانو او هزاره ګانو ترمنځ دغه وروستۍ شخړه د کابل په لویدیځ، د کوروغ د غره په لمنو کې د تیرې جمعې په ورځ راپورته شوې ده، چې په ترڅ کې یې د چارواکو په وینا شاخوا لسو کسانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
د کابل د پولیسو چارواکو ازادی راډیو ته وویل، چې د دغو دوو قومونو ترمنځ له روانې شخړې سره په تړاو یې یوشمېر کسان هم نیولی دی، چې دامهال ورڅخه پوښتنې ګرویږنې روانې دی.
د کابل د امنیې په قومندانۍ کې د جینایی تحقیقاتو مشر جنرال سید عبدالغفار سید زاده په دې اړه ازادی راډیو ته داسې وویل:
"د کوچیانو او هزاره ګانو د وروستیو شخړو په تړاو 19 تنه نیول شوی، چې ډېر ژر به یې دوسیې به لویې څارنوالۍ ته وسپارل شی."
د کوچیانو او هزاره ګانو ترمنځ دا لومړې ځل نه دی بلکې تر دې مخکې د میدان وردګو ولایت په بهسودو او دای میرداد نومې سیمه کې هم څو څو ځله د دغو دوو قومونو ترمنځ شخړې راپورته شوی دی چې په ټولو کې یې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
د کوچیانو او هزاره ګانو ترمنځ زیاتره شخړې د کوچیانو د څړځایونو او مځکو پر سر راپورته کیږی، چې بیا د ځینو کارپوهانو په باور ورڅخه سیاسی استفادې هم کیږی نو له همدې امله خلک له افغان دولت څخه غواړی، چې د دغو دوو قومونو ترمنځ د شخړې او لانجو لپاره دې یو دایمې حل پیدا کړی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.