خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
خلک:د رایې ورکولو د کارټونو وخت دې زیات شی

زمان تقریبی مطالعه: 3 دقیقه
د افغانستان ګڼ شمېر خلک وایی، د انتخاباتو خپلواک کمیسیون دی د رایې ورکولو د کارټونو مرکزونه، نور هم پرانیستی پریږدی. دوی وایی، ډیرو خلکو تر اوسه د رایی ورکولو کارټونه نه دی اخیستی او که دا مرکزونه وتړل شی، د دوی حق به تر پښو لاندې شی. خود انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایی، چې خلکو ته دوه میاشتې وخت ورکړل شوی واو د اصولو سره سم نه غواړی چې د رایی ورکولو د کارټونو ویشلو ته دوام ورکړی.
د افغانستان په مرکز او ولایتونو کې د انتخاباتو لپاره د رایې ورکولو د کارټونو د مرکزونو له تړل کېدو سره، خلک وایی چې ډیرو لا کارټونه نه دی اخیستی او باید نور وخت هم ورکړل شی.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د اسد د میاشتې په یوویشتمه نېټه د رایې ورکولو د کارټونو مرکزونه وتړل، خو ګڼ شمېر خلک وایی چې دوی لا د رایی ورکولو د کارټونو د اخیستو په هڅو کې دی او که دا مرکزونه نورو کارټونه ونه ویشی د ډیرو پرحق به سترګې پټې شوی وې، خلک وایی:
(نوم مې قاسم دی، ډیرخلک له ایران او پاکستان څخه راغلی غواړی چې کارټونه واخلی، که دا مرکزونه وتړل شی، خلک به له رایې ورکول بې برخې او حق به یی وخوړل شی، باید خلکو ته نور وخت هم ورکړل شی چې کارټونه واخلی.)
د افغانستان د انتخابات خپلواک کمیسیون وایی، چې خلکو ته د هېواد په مرکز او ولایتونو کې دوه میاشتې وخت ورکړل شوی و، چې د رایې ورکولو کارټونه تر لاسه کړی، دا کافی وخت و او نور نه شی کولای چې د رایی ورکولو د کارټونو د ورکړې موده وغځوی.
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون رییس فضل احمد معنوی ازادۍ راډیو ته وویل چې په تېرو دوو میاشتو ولیدل شول، چې د یو منظم سیستم نشتوالی او له کارټونو څخه ناوړې ګټې اخیستنې، دوی اړ کړل چې د اعلان شوی اصل سره سم د اسد په یوویشتمه د رایی ورکولو د کارټونو ویشل بند کړی.
معنوی وویل:
( په درې پړاونو کې اوه لس نیم میلیونوخلکو کارټونه اخیستی، په دې انتخاباتو کې کارټونو ویشلو ته ضرورت نه و، خو د دې لپاره چې ډیرخلک په کې برخه واخلی موږ مرکزونه پرانیستل خو ولیدل شول چې ډیرو تکرار کارټونه واخیستل چې دا کارغیر اصولی او انتخاباتو زیان رسوی.)
په هکله مدنی ټولنې، فیفا یا ( د ازادو اوعادلانه انتخاباتو بنیاد)، د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون، ملی شورا او د ولسمشر مشاورانو هم بحثونه کړی او د رایې ورکولو د کارټونو نور ویشل یی سودمن ګڼلې دی.
خو د انتخاباتو کمیسیون وایی، چې د نورو کارټونو ویشل د دې پرځای چې انتخاباتو ته ګټه ورسوی، زیان یې ترې ډیر احساسیږی.
ټاکل شوی ده چې د ولسی جرګې انتخاباتو د سنبلې په اوه ویشتمه نېټه ترسره شی، په دې انتخاباتو کې د ولسی جرګې دوه سوه نهه څلویښت کرسیو ته شاوخوا دوه زرو او پنځه سوه تنه ولاړ دی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.