خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
په سیاست کې د ښځو ګډون، شرعی حق

زمان تقریبی مطالعه: 5 دقیقه
د کابل ښار د تنګی جومات امام مولوی عبدالمنان پژواک خبری اژانس ته وویل، چې ولسی جرګې ته د ښځو نوماندی او هغوى ته رایه ورکول، د اسلام د سپېڅلی دین خلاف عمل دى او ترسره کوونکی یې د ګناه مرتکب کېږی.
نوموړی وویل، چې (الفقه الاسلامی و ادلته) یو ستر فقهی کتاب دى او د هغې په اوم جلد کې واضح لیکل شوی، چې رایه ورکول ښځو ته، د اسلام خلاف عمل دى.
دغه امام دا خبرې په داسې حال کې کوی ،چې زموږ په هیواد کې همدا اوس د پارلمانی ټولټاکنو په خاطر د نارینه او ښځینه نوماندانو تر منځ سیالۍ روانې دی. خو یو شمېر دینی علما بیا وایی ، ښځې کولى شی چې د اسلامی اصولو په رڼا کې د هېواد په ټولو سیاسی چارو کې فعاله ونډه ولری.
د علومو د اکاډمۍ د غړی مولوی محمد اعظم (طارق)په وینا ، چې د هیواد د اساسی قانون پر بنسټ ،ځان کاندیدول او یا بل کاندید ته رایه ورکول، د ټولنې د هر وګړی ښځې او نارینه حق دی. مولوی طارق زیاتوی: د اسلامی شریعت پر اساس که چیرې یوه ښځه د اسلامی قوانینو او شریعت په چوکاټ کې د ټولنې ، خلکو او دین په لاره کې د خدمت ملاو تړی ،نو هیڅ خنډ ورته نه شته . لکه چې د اسلام په پیل کې امهات المسلمین حضرت عایشې (رض) د 3000 پوځ مشری پر غاړه اخیستې وه او دا د دې ښکارندویی کوی، چې ښځې په سیاست کې فعاله ونډه اخیستلاى شی.
همداشان دینی عالم محمد حسن حقیار هم د بی بی عایشې(رض) ګډون په جګړه کې د مثال په توګه بیانوی او وایی: ((د اسلام په پیل کې ښځو او نارینه وو د سترو کارونو د ترسره کېدو لپاره په جوماتونو کې مشورې کولې، چې له وخت سره سم د سیاست په بڼه کې بدلون راغلى او اوس دغه چارې په پارلمان کې ترسره کېږی.)) دا ټولې څرګندونې د دې ښکارندویی کوی ، چې ښځې هم کولای شی په سیاسی ،ټولنیزو ،روغتیایی،ښوونه او روزنه ، قضایی ،نظامی اونورو چارو کې ونډه واخلی او دا هم ثابته شوې، چې ښځو په دې ټولو چارو کې خپله وړتیا هم ښودلې .
خو دا چې مولوی صاحب عبدالمنان دا څرګندونې له کومې مخې کړې ، بیا هم د مولوی صاحب طارق په وینا ، چې یا خو د اسلام او شریعت په هکله پوره مطالعه نه لری او یا یې هم د ځینو نورو ملحوظاتو له کبله ، چې په ټولنه کې شتون لری دا څرګندونې کړې دی.خو په هر صورت د هیواد اوسنیو شرایطو ته په کتو سره ویلی شو ، چې ترهر څه او ټولو زیات صادقانه او مسوولانه کار او زیار ته اړتیا شته ،څه که د دې ډول کار وړتیا په نارینه و کې وی او که په ښځینه و کې ، ځکه چې ټول د یوې ټولنې وګړی بلل کیږی.
که د نړۍ پرمخ تللو هیوادونو ته ځیر شو، په ټولنیز ژوند کې ښځې له نارینه و سره یو ځای د ورځنی ژوند دپرمخ بولو لپاره اوږه په اوږه دخپلو همسیالو سره ونډه لری ،ښځې په ډیرو کارونو کې د نارینه و په پرتله مثبت رول لوبولی شی،همدا سببونه دی چې دغو هیوادونو ډیر زیات پرمختګ کړی دی ،ځکه چې په ټولنیزو ،سیاسی ،روغتیایی او ښوونیز او روزنیزه او ..... برخو کې یې ښځې له نارینه وو سره یو ځای په کار لګیا دی ،له بلې خوا په اسلامی هیوادونولکه عربستان، ایران ،پاکستان ،اندونیزیا، ترکیه د منځنۍ آسیا هیوادونه او نورو کې هم ښځې له نارینه وو سره د ژوندانه په ټولو برخو کې په کار لګیا دی ، خو کله هم کوم چا د دوی دا ونډه غیر شرعی او غیر اسلامی ونه بلله.
خوله بده مرغه زموږ په ټولنه کې بیا تل هرې پدیدې ته د ځینو په لید په منفی ډول کتل کیږی . د تیرو کلونو ترخو تجربو دا څرګنده کړې ، چې د مغرضو او اسلام او هیواد دښمنو لخوا د اسلام له مقدس دین څخه په بیلابیلو نومونو ګټه پورته شوې او وسیله ګرځیدلی. په ټولنه کې سربیره پر دې ټولو ستونزوښځې پّ دې هڅه کې دی ، چې د ټولنې پّ ټولو چارو کې برخه واخلی او خپل ګټورتوب ثابت کړی.
له بلې خوا په پارلمان کې د ښځو 25فیصده شتون او د 5 ملیونو رای ورکوونکو ښځو پیغام دا دی ،چې په هیواد کې د ښځو د یووالی او پیوستون خوځښتونه پیل شوی او د شکل نیولو په حال کې دی ، چې نارینه دې ته اړ باسی، چې د ښځو حقونو او د هغوی ګډون ته د ټولنې په بیلابیلو برخو کې جدی پاملرنه وکړی او د ښځو نظر، د ښځو پریکړې او حضور، نور له سمبولیکې او فیشنی بڼې څخه را ووځی او په رښتینې بڼه په سیاسی او ټولنیز ډګر کې په ګټورتوب سره را څرګندې شی، تر څو وروسته له دې نه یوازې زموږ خویندې په ټولنه کې له خپل نه موجودیت څخه رنځ یونسی او نه هم د نړیوالې ټولنې تر نیوکو لاندې راشو.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.