خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/05/26 0:0کد خبر: 1430

د ولسمشر د پرېکړې په اړه د خصوصی امنیتی کمپیو د چارواکو غبرګون

د ولسمشر د پرېکړې په اړه د خصوصی امنیتی کمپیو د چارواکو غبرګون  - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 3 دقیقه

د افغان حکومت له خوا خصوصی امنیتی کمپینو ته د څلورو میاشتو ضرب الاجل له ټاکل کیدو سره د ځینو دغو کمپینو چارواکی دا پریکړه یو عجولانه اقدام بولی. د دوشنبې په ورځ د جمهور رییس ویاند وحید عمر وویل، چې جمهور رییس به په نږدې راتلونکې کې په دې اړه یو نوی فرمان هم صادر کړی. له اوږدو بحثونو وروسته افغان جمهور رئیس په افغانستان کې د خصوصی امنیتی کمپنیو چې دا مهال د بهرنیو او نړیوالو موسسو او ناټو ځواکونو د اکمالاتی کاروانونو د امنیت مسئولیت پرغاړه لری، د لغوه کولو فرمان صادر کړ. جمهور رئیس په دې اته ماده یی فرمان کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ته امر کړی چې په راتلونکو څلورو میاشتو کې ټولې کورنۍ او بهرنۍ خصوصی امنیتی کمپنۍ بې وسلې، لغوه کړی او افغان کارکوونکی یې د هغوی په خوښه د ملی پولیسو په لیکو کې جذب کړی. د جمهور رئیس د ویاند مرستیال احمد ضیا سیامک هروی وویل، چې دغه فرمان په هیواد کې د خلکو د ځان او مال د امنیت او د بې نظمیو د مخنیوی په هدف صادر شوی: (د فساد پر ضد مبارزې، د خلکو د ځان او مال د خوندیتوب، له بې نظمیو څخه د مخنیوی او د خصوصی امنیتی کمپنیو له خوا له پوځی لباس او تجهزاتو څخه د ناوړې ګټنې اخیستنې د مخنیوی، په هدف، چې پخوا یې له امله غمیزې رامنځ ته شوی دی، له لازمو څیړنو وروسته په څلورو میاشتو کې ټولې کورنۍ او بهرنې خصوصی امنیتی کمپنۍ د فرمان له مراتبو سره سم له منځه ځی.) د جمهور رئیس په فرمان کې د بهرنیو خصوصی کمپنیو په اړه ویل شوی دی، چې په څلورو میاشتو کې دې ددغو کمپنیو د کارکوونکو ویزې لغوه شی، وسلې یې دی د هغوی د رضایت په صورت کې افغان امنیتی ارګانونه په بیه واخلی او که نه نو خپلو هیوادونو ته د انتقاد اجازه دې ورکړل شی. په فرمان کې راغلی، چې سفارتونه، قونسلګرۍ، او نړیوال موسسات کولای شی چې د کورنیو چارو وزارت په اجازه یوازې د خپلو ودانیو په منځ کې له خصوصی امنیتی کسانو نه د امنیت په ټینګولو کې کار واخلی. تر دې پخوا په افغانستان کې د خصوصی امنیتی کمپنیو ټولنې له جمهور رئیس نه غوښتی و، چې ددغو کمپنیو د لغوه کولو په پریکړې دې له سره غور وکړی. دوی چې د افغان دولت له خوا په ناامنیو او تروریستی فعالیتونو کې په لاس لرلو تورنې شوی دی، ویلی چې د خپلو فعالیتونو په اړه حساب ورکولو ته چمتو دی. د اکثرو دغو کمپنیو چارواکی اندیښمن دی چې په دې سره به یې په زرګونو کارکوونکی بې کاره شی او عایدادتی سرچینې به هم له لاسه ورکړی. د یوې خصوصی امنیتی کمپنې یوه مسئول محمد شرزاد دلدار په دې اړه ازادی راډیو ته وویل: غږږږږ بلخوا د پوځی چارو کارپوهان په افغانستان کې د خصوصی امنیت کمپنیو د لغوه کولو په اړه بیلابیل نظرونه لری. ځینې په دې اړه اندیښمن دی او یو شمیر یې پر ځای ګام بولی. د سیاسی او پوځی چارو یو تن کار پوه جنرال امرالله امان ازادی راډیو ته وویل: غږږږږ بلخوا د اکثره نړیوالو موسسو اندیښنې پر ځای پاتې دی، چې ایا افغان پولیس ددې جوګه دی چې په کابل او نورو ښارونو کې یې د خصوصی امنیتی کمپنیو د ساتوونکو پر ځای امنیت ټینګ کړی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.