خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
په هېواد کې د ناټو 10 سرتیرو ته مرګ ژوبله واوښته

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
ناټو په افغانستان کې د وسله والو مخالفینو په بریدونو کې د خپلو پنځو سرتېرو د وژل کېدو او پنځو نورو د ټپی کېدو خبر ورکړ.
په وژل شوېو سرتېرو کې دوه تنه امریکایی، دوه فرانسوی او یوه هنګرۍ ده.
د فرانسې دفاع وزارت په کاپیسا کې له وسله والو سره په نښته کې د خپلو دوو سرتېرو د وژل کېدو خبر تایید کړى او ویلی یې دی، چې دوه نور سرتېری یې ټپیان دی.
د هنګری دفاع وزارت هم خبر ورکړى، چې یوه سرتېرې یې په بغلان ولایت کې هغه مهال ووژل شوه، چې وسله والو مخالفینو د دوى د موټرو پر کاروان برید وکړ.
په دې پېښه کې د دې هېواد درې تنه نور سرتېری ټپیان شوی دی.
ناټو په یوه خبرپاڼه کې خبر ورکړى، چې یو امریکایی سرتېرى د افغانستان په جنوب کې وژل شوى، خو د دوهم امریکایی سرتېری د وژل کېدو ځای یې نه دی ښودلی.
د اسوشیتید پریس خبری اژانس د راپور له مخې له دې تلفاتو سره په روانه اګست میاشت کې، چې نن یې 24مه ده، په افغانستان کې د ټولو وژل شوېو نړېوالو سرتېرو شمېره 47 تنو ته ورسېده، چې په دې ډله کې 30 تنه امریکایان دی.
- منبع: آژانس خبری ایرکا
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.