خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
دوو امنیتی کمپنیو 122 میله وسلې وسپارلې

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
دوو خصوصی امنیتی کمپنیو په داوطلبانه توګه 122 میله بیلا بیلې وسلې د کورنیو چارو وزارت ته وسپارلې.
د کورنیو چارو وزارت د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې رئیس جنرال عبدالمنان فراهی پرون، په یوې خبری ناستې کې رسنیو ته وویل، چې له دغو وسلو څخه 111 میله یې د NCL د خصوصی کمپنۍ اړوند او 11 میله یې د ګلوبل د امنیتی خصوصی کمپنۍ اړونده وسله ده.
د نوموړی د معلوماتو له مخې، په یادو وسلو کې 16 میله پیکا، دوه تومانچې او پاتې نور کلاشینکوفونه دی.
نوموړی زیاته کړه، چې د ګټې اخیستنې وړ وسلې به د کورنیو چارو او ملی دفاع وزارتونه ته او غیر فعالې وسلې به ډایاګ ( د ناقانونو وسلوالو ډلو د انحلال ) پروګرام ته وسپارل شی.
نوموړی زیاته کړه، چې یادو شویو کمپنیو د خصوصی امنیتی کمپنیو د لغوې په اړه د جمهور رئیس د فرمان په ملاتړ خپله یوه اندازه وسله وسپارله.
د کورنیو چارو وزارت د معلومات له مخې، اوس مهال 52 خصوصی امنیتی کمپنۍ فعالیت لری، چې 27 یې بهرنۍ او 25 یې کورنۍ دی.
- منبع: آژانس خبری ایرکا
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.