خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
فراه کې ځانمرګى برید، یواځې ځانوژونکی ووژل

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
ځایی چارواکو وایی، نن له غرمې وروسته دوو ځانمرګو غوښتل د فراه ولایت ودانۍ ته ننوځی، چې د پولیسو لخوا تر پېژندولو وروسته پرې ډزې وشوې او دواړه ووژل شول.
د فراه امنیه قوماندان محمد فقیر عسکر کلید ته وویل، چې دغو ځانمرګو غوښتل د ودانۍ له شا لوری ودانۍ ته ننوځی، چې د پولیسو لخوا تر پېژندو وروسته پرې ډزې وشوې.
نوموړى زیاتوی، مخکې تر دې چې یاد کسان د ولایت ودانۍ ته ننوځی ځانونه یې والوځول، چې له کبله یې دواړه مړه او د ولایت ودانۍ یوه څنډه زیانمنه او ښیښې یې ماتې شوې.
د عسکر په وینا په پېښه کې چاته مرګ ژوبله نه دا اوښتې، خو برید کوونکی دواړه وژل شوی دی.
په سیمه کې عینی شاهدانو کلید ته وویل، چې چاودنه دومره زوروره وه ، چې تر 20 کلیلومترۍ یې غږ اورېدل شوى دى.
د پېښې پړه لا تر دې دمه چا پر غاړه نه ده اخیستې.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.