خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
کندوز کې د القاعده ډلې دوه غړی ونیول شول

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
په کندزو کې مېشت المانی سرتیری وایی، چې دغه ولایت کې یې د القاعده شبکې دوه غړی نیولی دی.
په یاد ولایت کې د ایساف ځواکونو په چوکاټ کې د المان د ولایتې بیارغونې ډلې یا پې ارټې مطبوعاتې مسؤل ډګرمن ویسل کلید ته په یوې ځانګړې اړیکې کې وویل، چې تېره شپه یې د کندوز ښار په یو شمېر سیمو کې ګډ عملیات تر سره کړی، چې په ترڅ کې یې یاد کسان نیول شوی.
ډګرمن ویسل، دعملیاتو کره ځاى په ګوته نه کړ.
ویسل زیاتوی، چې نیول شویو کسانو د ازبکسان د اسلامی حزب او نوور ترهګرو ډلو سره اړیکې درلودې.
نوموړى واېی، چې په دغوعملیاتو او چاپو کې کې ولسی خلکو ته کوم زیان نه دى رسېدلى او پرته له کوم مقاومته دغه کسان نیولی دی.
په دې اړه لا وسله والو طالبانو رسنیو ته څه نه دی ویلی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.