خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
پر پښتنو او بلوڅو جګړه تپل شوې

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
پر پښتنو او بلوڅانو جګړه تپل شوې ده او دغو دوو قومونو تر ټولو زیات په جګړه کې زیانونه ګالی .
دغه څرګندونې د پښتنو او بلوڅو د ملی یووالی په ورځ پرون په هغو غونډوکې وشوې ،چې د همدې ورځې د نمانځنې په هدف په کابل او جلال آباد ښار کې جوړې شوې وې.
دغه ورځ ، چې له 1328 لمریز کال راهیسې هرکال د وږی په 9مه، نمانځل کېږی ، پرون هم دکابل ښار په خوشحال خان لېسه او د جلال آباد ښار په شیشم باغ کې ونمانځل شوه .
دآزادوقبایلو دسراتاسری شورا رئیس زرجان ، خوشحال لېسه کې جوړې شوې غونډې ته وویل، چې له تېرو څو کلونو راهیسې پښتانه او بلوڅان له ډېرو ستونزو سره مخ دی .
زرجان وایی،چې د دې ورځې دنمانځلو هدف دادى،چې ددغو دوو قومونو په منځ کې همغږی رامنځته شی.
یاده ورځ ، د جلال اباد په شیشم باغ کې دخدایی خدمتګار انو د مشر خان عبدالغفار خان مقبرې ترڅنګ هم ونمانځل شوه .
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.