خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
امریکا د افغانستان په چارو کې لاس وهنه کوی

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
د بهرنیو چارو وزارت د لویې څارنوالۍ د پخوانی متقاعد مرستیال فضل احمد فقیریار په اړه د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت د ویاندخبرې غیر ډیپلوماټیکې وګڼلې اودا یې د افغانستان په اداری چارو کې د هغه مداخله وبلله.
دبهرنیو چارو د وزارت له خوا په یوې خپرې شوې اعلامیې کې راغلی دی، چې د فقیریار تقاعد د زیات عمر او د تقاعد د قانون پر بنسټ ترسره شوى دى.
دمتحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند پی. جی. کراوولی په افغانستان کې په فساد د تورنو کسانو د دوسیو د تعقیبولو په برخه کې د فضل احمد فقیریار هڅې مهمې ګڼلې دی او د ده د تقاعد په اړه یې د وضاحت غوښتنه کړې ده.
بل پلو دلویې څارنوالۍ پخوانی مرستیال فضل احمد فقیریار دامریکایی خبری رسنیو هغه راپورونه رد کړل، چې ویلی وو دی افغان جمهور رئیس په دی خاطر له کاره لرې کړ، چې په حکومت کې په لوړه سطحه د اداری فساد د قضیو له تعقیقبولو یې لاس نه اخیست.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.