خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
اوباما په عراق کې د امریکایی پوځیانو د ماموریت پای اعلان کړ

زمان تقریبی مطالعه: 4 دقیقه
د امریکا ولسمشر بارک اوباما پرون ماښام په عراق کې د امریکا د پوځی ماموریت ختم رسماً اعلان کړ. اوباما تېر ماښام د امریکا ملت ته په وینا کې د دې موضوع د اعلان ترڅنګ وویل، چې په عراق کې د امنیتی چارو ټول مسوولیتونه عراقی ځواکونو ته سپارل شوی دی. په همدې حال کې عراقی چارواکو دا ورځ د خپل هېواد لپاره ډېره مهمه ورځ بللې او ویلی یې دی، چې له دې وروسته به د عراق په اړه پرېکړې په خپله د دې هېواد خلک کوی.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما تېر ماښام ناوخته په خپله ټلویزیونی وینا کې وویل، د عراق په جګړه کې د امریکایانو او عراقیانو له قربانیو وروسته اوس د دې وخت راغلی، چې دا پاڼه واړول شی.
ښاغلی اوباما وویل، چې له دې نېټې وروسته د عراق د امنیتی چارو مسوولیت په خپله د عراق خلکو ته سپارل کېږی: "نن شپه زه اعلان کوم چې په عراق کې د امریکا پوځی ماموریت ختم شو. د ازادۍ په نوم عملیات پای ته ورسېدل او د عراق خلکو اوس د خپل هېواد د امنیت مسوولیت په خپل لاس کې اخیستی."
اوباما د عراق پر سیاسی مشرانو غږ وکړ، چې د مارچ میاشتې له پارلمانی انتخاباتو وروسته د حکومت د جوړولو پرسر رامنځ ته شوې لانجې حل کړی او ژرترژره یو ائتلافی حکومت جوړ کړی.
په عراق کې د پوځی ماموریت له ختمېدو سره سره به امریکا په دې هېواد کې خپل پنځوس زره سرتېری وساتی. دا پوځیان به د عراقی امنیتی ځواکونو په روزنه کې برخه اخلی او د احتمالی بې ثباتۍ په وخت کې به اقدام کوی.
د امریکا ولسمشر وویل، د امریکا د پوځی ماموریت له ختم وروسته به هم د دې هېواد د امنیتی ځواکونو د روزنې ماموریت دوام وکړی: "په عراق کې د چارو دوام ډېر مهم دی خو په دې لړ کې به د عراق امنیتی ځواکونو ته د روزنې د پروګرامونو امکان برابر شی.
په دې هېواد کې اوس هم تاوتریخوالی شته او عراقی ځواکونو ته لاهم باید په دې برخه کې روزنه ورکړل شی، چې څنګه هسې چې لازمه ده، خپل هېواد خوندی کړی.
دوی که څه هم ډېر مهم ګامونه اوچت کړی دی خو لاهم مرستې ته اړتیا لری. په دې برخه کې هغه روزنه ډېره مهمه وه، چې دوی ته ورکړل شوې ده."
د عراق حکومتی چارواکو څرګنده کړې ده، چې د دې هېواد امنیتی ځواکونه د مسوولیتونو منلو ته چمتو دی. صدراعظم نوری المالکی په عراق کې د امریکا د پوځی ماموریت د پای ته رسېدو هرکلی وکړ ویې ویل: "عراق نن د ملی حاکمیت لرونکی، خپلواک هېواد دی، چې د خپل حال او راتلونکې پرېکړې به په خپله کوی. دا ورځ - د اګست 31مه به د ټولو عراقیانو لپاره یوه مهمه ورځ وی."
خو په عراق کې د امریکا د پوځ ویاند تورن جنرال سټیفن لانزا تېره ورځ په بغداد کې خبریالانو ته وویل چې لاهم ډېرې ستونزې پرځای پاتې دی چې باید حل شی: "لاهم ډېره کارونه پاتې دی، چې باید ترسره شی او په راتلونکې کې به داسې ستونزې وی چې باید د حل لاره ورته وموندل شی.
دلته به بیاهم تاوتریخوالی وی خو څومره ژر چې نوی حکومت واګی په لاس کې واخلی دا به د تاوتریخوالی په کمولو کې مهم ونډه ولری."
د امریکا ولسمشر اوباما دوه کاله مخکې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کمپاین پر مهال ژمنه کړې وه، چې له انتخابېدو وروسته به د عراق جګړې ته د پای ټکی ږدی.
ولسمشر اوباما په خپله وینا کې د 2003 کال له مارچ میاشتې راهیسې د عراق په جګړه کې د امریکایی ځواکونو د قربانیو یادونه او ستاینه وکړه.
ده همداراز پر امریکایانو غږ وکړ، چې د دې جګړې د سموالی یا ناسموالی په اړه اختلافات یوې خواته پرېږدی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.