خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
کندهار کې له امریکایی پوځیانو سره د ګېټس لیدنه

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
د امریکا د دفاع وزیر رابرټ ګېټس پرون په کندهار کې له مېشتو امریکایی پوځیانو سره وکتل.
افغانستان ته د تازه دمه 30 زره امریکایی پوځیانو یوه برخه په دې سیمه کې ځاى پر ځاى کېږی، چې د طالبانو د ظهور مهمه سیمه ګڼل کېږی.
نوموړى به نن په کندهار کې وی، چې په دې وروستیو کې ناامنی په دې ولایت کې پراخه شوې او په کې د پراخو پوځی عملیاتو د پیل خبرې هم کېږی.
هغه د پنجشنبې په ورځ په نااعلان شوی سفر کابل ته راغى، تر دې مخکې په بغداد کې و، چې د امریکا د جنګی ماموریت د پاى په مراسمو کې ګډون وکړی.
د پنجشنبې په ورځ د امریکایی پوځیانو شمېر، چې په روان میلادی کال کې وژل شوی 326 تنو ته پورته شو.
د امریکا د دفاع وزیر تر دې مخکې په کابل کې له جمهور رئیس کرزی سره په یوه غونډه کې وویل، افغانستان ته د 30 زره اضافی عسکرو استول تقریباً پوره شوی دی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.