خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
کونړ ولایت کې16ماشومان ټپیان شول

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
د کونړ په ماڼوګی ولسوالۍ کې تېر مازیګر د یوې چاودنې له امله 16 ماشومان ټپیان شوی دی .
د کونړ امنیه قوماندان مل پاسوال خلیل الله ضیایی رسنیو ته وویل، چې پېښه تېر مازیګر د ماڼوګی ولسوالۍ په اړونده سیمه کې رامنځته شوه.
هغه زیاته کړه، چې په یاده شوې سیمه کې د وسله والو طالبانو په یوه برید کې د ناټو یو نظامی موټر سوځول شوى و او ماشومان یې سیل ته راټول وو.
د ضیایی په وینا، پر دې مهال په یاد شوی موټر کې چاودنه شوې، چې له امله یې 16 ماشومان ټپیان شول.
په اسعداباد کې د ملکی روغتون ډاکټرانو ویلی، چې دوى ته ماښام 16 ټپی ماشومان وروړل شوی دی .
په کابل کې د ایساف ځواکونو د مطبوعاتی دفتر لخوا یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوی، چې دطالبانو په برید کې د دوى یو موټر سوځول شوى دى.
سرچینې زیاته کړې، چې د مخالفینو د برید پر مهال شاوخوا 13 ملکی وګړی ټپیان شوی، چې د دوى لخوا تر لومړنۍ درملنې وروسته افغان روغتون ته لېږدول شوی دی.
خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایی، چې دوى په یاد شوی برید کې ګڼ شمېر بهرنیو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.