خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/06/15 0:0کد خبر: 1787

پر خوګیاڼو ولسوالۍ د ایتلافی ځواکونو عملیات

پر خوګیاڼو ولسوالۍ د ایتلافی ځواکونو عملیات - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د ننګرهار پرخوګیاڼو ولسوالۍ تېره شپه ایتلافی ځواکونو بیا پوځی عملیات کړی او په وینایې د یوه وسله وال طالب قومندان په ګډون یې پکې یو بل تن وژلى او خپل درې نور وسله وال مخالفین یې ژوندی نیولی. په ختیځ کې د دې ځواکونو مطبوعاتی ادارې کلید ته وویل، چې عملیات یې د دغې ولسوالۍ پر قیوم خېلو په سوله ییز ډول پیل کړی وو، خو کله، چې یوه طالب قومندان او ملګرو یې غوښتل د دوى پرځواکونو برید وکړی، نو د دوى په ډزو ووژل شول. دغه اداره درې ژوندی نیول شوی کسان هم وسله وال طالبان ګڼی او وایی ګڼ شمېر وسلې او مهمات یې ورسره یوځاى نیولی. د خوګیاڼو ولسوال ملک محمد حسن، چې د ایتلاف دا عملیات د هغوى په یوازې ځان ترسره شوی ګڼی، وایی وژل شوی دوه تنه وسله وال طالبان دی، خو د نیول شویو د هویت په اړه څه نه شی ویلاى. د ننګرهار د امنیې قومندانۍ ویاند سمونوال عبدالغفور هم کلید ته د ایتلاف دا عملیات یوازې سر ترسره شوی وګڼل او ویې ویل، د شپې پردولسو بجو دې پیل شوو عملیاتو د سهار ترڅلورو بجو دوام درلود. د دې عملیاتو په اړه تر پرله پسې هڅو وروسته هم د وسله والو طالبانو په نظراخېستو کې پاتې راغلو، خو د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټلیفونی پیغام کې کلید ته له شمېر ښودنې پرته ویلی، چې تېره شپه یې وسله والو ملګرو د ننګرهار د بېهسودو ولسوالۍ اړوند په نجم الدین اخندزاده سیمه کې پر ایتلافی ځواکونو وسله وال برید کې دى او ځواکونو ته یې درنه مرګ،ژوبله اړولې. د ننګرهار چارواکی او په ختیځ کې د ایتلاف مطبوعاتی اداره بیاپه دې اړه ناخبری ښیى. په ننګرهار کې د ایتلافی ځواکونو یاد شوی عملیات په داسې وخت کې شوی، چې د ولسی جرګې د ټاکنو په رالنډېدو سره دې ولایت کې د امنیتی ستونزو زیاتیدو یو شمېر خلک په دې ټاکنو کې برخې اخېستو ته اندېښمن کړی، خو چارواکی وایی، چې دا ستونزې به راکمې او ټاکنې به په ښه امنیتی چاپېریال کې ترسره کړی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.