خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/06/18 0:0کد خبر: 1847

د فطر د اختر په ورځ د سنت یو څو طریقې او لار ښونې

د فطر د اختر په ورځ د سنت یو څو طریقې او لار ښونې  - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 3 دقیقه

1- د اختر له لومړۍ شپې نه د اختر تر لمونځ پورې د تکبیر ویل . نارینه دا تکبیر په جوماتونو ، کورونو ، بازارونو کښې د خداى پاک د تعظیم او دهغه د شکر د په خاى کولو په خاطر ...... او د خوشحالۍ د اظهار لپاره په لوړ آواز سره کوی . او ښځینه باید تکبیر په ټیټ آواز سره وکړی ( په فردی صورت ، نه په ډله ایز ډول ) د اختر د لمانځه تکبیر ( الله أکبر .. ألله اکبر .. الله أکبر.. لا إله إلا الله .. الله أکبر .. ألله اکبر ... و لله الحمد ) 2- د اختر د لمونځ اداکول ، یعنى د اختر لمونځ باید په هیڅ صورت هیر نه شی . 3- د اختر لمونځ ته له تللو د مخه غسل کول او " نارینه باید عطر استعمال کړی." د نویو او یا د پاکو جامو اغوستل . 4- د اختر له لمونځ له ادا کولو نه د مخه یو څه خوړل . بهترین شى خرما ده. 5- د لمونځ لپاره د تکبیر ویل . 6- په عیدګاه کښې د لمونځ ادا کول - د نارینه ؤ ، ښځینه ؤ او اطفالو لپاره-، ( هغه ښځې چې په حیض کښې دی یعنى میاشتنۍ دوره کښې دی هغوی خطبې ته حاضریداى او خطبه اوریداى شی اما لمونځ نه شی کولاى). 7- عیدګاه ته په خپلو پښو یعنى پیاده تک او په بله لار بیرته راتک . ( البته که عیدګاه یا جومات لرې وی نوسړى په موټر یا بله ترانسپورتی وسیله کښې تلاى شی) 8- په عیدګاه کښې د اختر له لمونځ نه د مخه نفل لمونځ نه کیږی. 9- د اختر لمونځ دوه رکعته دى ، لومړی رکعت له اوو تکبیرونو ( الله أکبر ) سره پیل کیږی او دوهم رکعت له پنځو تکبیرونو سره پیل کیړی . کله چې ملا إمام دوه رکعته لمونځ پا ى ته ورسوی او مخ وکرځوی نو د خطبې په ویلو پیل کوی چى لمونځ کوونکی باید خطبه واوری . 10- یوبل ته د اختر د مبارکۍ ورکول. یادونه : 1- مسلمان ته ښایی چې د ( فطر زکات) د اختر د لمانځه څخه د مخه ورکړی . د فطر زکات ورکول د روژې په وروستیو دوو ورځو کښې ورکول کیداى شی. خو که څوک یى د لمانځه د ادا کولو نه پس ورکړی څه فایده نه لری . ( دا بیا ګناه ګڼل کیږی ) 2- د شوال په میاشت کښې باید شپږ ورځې روژه نیول هیر نه شۍ ، خپلوانو، دوستانو او آشنایانو ته هم باید توصیه وشی چې د شوال په مبارکه میاشت کښې هم شپږ ورځې روژه ونیسی . رسول اکرم (ص) فرمایی : ( من صام رمضان ثم أتبعه ستاً من شوال کان کصیام الدهر ) مسلم چا چې د روژې د میاشتې روژه ونیوله او بیا یى د شوال شپږ ورځې روژې ونیولې داد یو عصر یا د یو عمر د روژو په شان دی. په اختر کښې خلک خوشحالی کوی او د خداى شکر په ځاى کوی . د یو مسلمان لپاره دا د شکر اختر دى ځکه چې دى دیرش ورځې روژه نیسی او د خداى امر په ځاى کوی او په اختر کښې ځکه خوشحالی کوی او شکر باسی چې خداى ورته د روژې په میاشت کښې چې د رحمت او مغفرت میاشت ده، په هغه باندى د رحمت باران وروی او مغفرت ورته کوی طاعتونه او عبادتونه مو خداى قبول کړه اختر مو مبارک شه خداى مو خوشحاله او نیکمرغه لره آمین
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.