خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
نړیوالې ټولنې په انتخاباتو کې د افغانانو ګډون وستایه

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
نړیوالې ټولنې د افغانانو زړورتیا وستایله، چې د وسله والو مخالفینو له حملو سره سره د راى ورکولو مزکرونو ته لاړل او رایه یې ور کړه .
نړیوالې ټولنې په عین حال کې د افغان دولت وسله وال مخالفان غندلی، چې پر راى ورکوونکو یې حملې کړی دی.
ملګرو ملتونو، ناټو، امریکا، کاناډا او جرمنی په انتخاباتو کې د افغانانو ګډون ستایلى او د انتخاباتو په ورځ یې تاوتریخوالى غندلى دى.
د ملګروملتو سرمنشی بانکی مون د ولسی جرګې پرونۍ ټاکنې ستایلی او د رایو ورکوونکو اراده او جرات یې د قدر وړ بللی دی.
بانکی مون په یوه اعلامیه کې ویلی، چې دا انتخابات له ګڼو امنیتی ستونزو سره ترسره شول.
ده په دې اعلامیه کې د انتخاباتو په ورځ تاوتریخوالى او پر رایې و ورکوونکو حملې غندلې دی.
د ملګروملتو سرمنشی له ټولو خواوو غوښتی، چې د خپلو شکایتونو د ثبتولو لپاره له قانونی لارو کار واخلی.
د ناټو عمومی منشی اندرس فوګ راسموسن په یوه اعلامیه کې له امنیتی خطرونو سره سره په انتخاباتو کې د افغان رایې ورکوونکو ګډون د ستاینې وړ وباله.
په کابل کې د امریکا سفارت هم په یوه اعلامیه کې افغانانو ته په اوسنیو سختو شرایطوکې په انتخاباتو کې د ګډون مبارکی ویلې ده.
د کاناډا د بهرنیو چارو وزیر د ولسی جرګې د انتخاباتو په ورځ تاوتریخوالى او پر کاندیدانو حملې ناځوانمردانه بللی.
د جرمنی د بهرنیو چارو وزیر ګیودو ویستر وېلا د افغانستان د ولسی جرګې انتخابات تر توقع ښه وبلل.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.