خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
کابل ښاروالۍ: کاندیدان باید خپل عکسونه لری کړی

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
د ولسی جرګې ټاکنو ته د کابل له شاوخوا شپږ نیم سوو کاندیدانو څخه یې زیاترو خپل په سلګونه او ان ځینو یې په زرګونه عکسونه او پوسټرونه په ښار کې په مناسب او نا مناسب ځاى کې ځړولی او سریښ کړی دی.
خو د ټاکنو له پاى ته رسېدو وروسته اوس د کابل د ښاروالۍ چارواکی او یو شمېر خلک وایی، چې دغو پوسټرو او عکسونو ته نوره اړتیا نه ده پاتې او باید، چې پاک کړاى شی.
د کابل ښاروالۍ د ښاری خدمتونو مرستیال عبدالرازق عبدالرحیمزی ویلی، چې کاندیدان باید دوې ورځې وروسته د خپلو پوسټرونو او عکسونو په راټولو لاس پورې کړی، که نه نو ښاروالی به په خپله دا کار وکړی او لګښت به یې له هغو پیسو ورکړی، چې کاندیدانو د تضمین په بڼه د ټاکنو له خپلواک کمېسیون سره اېښې دی.
د کابل یو شمېر اوسیدونکی هم په دې باور دی، چې د کاندیدانو پوسټرونو او عکسونو د ښار بڼې ته تغییر ورکړى دى.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.