خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
د خوګیاڼو قومی مشرانو ته د ننګرهار والی خبردارى

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
د ننګرهار والی د خوګیاڼو د درېیو ولسوالیو سلګونه قومی مشرانو ته په وروستی ځل څو ورځې وخت ورکړى، چې د خپلو سیمو د امنیت په برخه کې ولایتی ادارې سره د همکارۍ یا نه همکارۍ غوڅه پریکړه وکړی.
دا خبردارى والی ګل آغاشېرزی تېرو څو لنډو ورځو کې د یوې غونډې پرمهال د خوګیاڼو، شېرزادو او پچېراګام قومی مشرانو ته له رسنیو په یوه پټه غونډه کې ورکړى.
د والی ویاند احمدضیا عبدالزى وایی د دغو درېیو ولسوالیو خلکو حکومت سره په امنیتی برخه کې پخوا خپلې ډېرې کړې ژمنې نېمګړې پرېښی او له همدې امله د دې سیمو امنیتی وضعه د ډاډ وړ نه ده.
عبدالزى وایی، یادو قومی مشرانو له والی څخه د راتلونکې اونۍ تر دوشنبې ورځې پورې د شوې غوښتنې ځوابولو لپاره وخت اخېستى.
د خوګیاڼو یو شمېر قومی مشرانو سره مو په دې اړه د خبرو هڅه وکړه چې د نه حاضریدو له امله یې پاتې راغلو.
د ننګرهار یادې شوې درې واړه ولسوالۍ په هغو سیمو کې راځی، چې ځایی خلک پکې په ښکاره د دولت د وسله والو مخالفینو د شتوالی خبره کوی.
ننګرهار والی د دې ولسوالیو مشرانو ته وروستى خبردارى په داسې حال کې ورکړى، چې لږه موده وړاندې یې کلید ته په یوې ځانګړې مرکې کې ایتلافی ځواکونو سره په ګډه د ننګرهار د یو څه خرابې شوې امنیتی وضعې د ښه کولو لپاره د یوه امنیتی پلان د پلی کول خبر ورکړى و.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.