خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
د حج پر مهال د افغان حاجیانو ستونزې

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
ولسی جرګې د د وشنبې په عمومی غونډه کې د سږنی کال د حج د فریضې د ادا کولو او په دې بهیر کې د شته ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
وکیلانو په دې غونډه کې د سږنی کال د حج د فریضې د اداکولو او په شته ستونزو د بحث ترڅنګ وویل، چې د حج او اوقافو وزارت باید د تېرو کلونو په نسبت افغان حاجیانو ته په سعودی عربستان کې لا اسانتیاوې برابرې کړی.
د دوى په وینا، تېرکال په سعودی عربستان کې د حج د فریضې پرمهال د وړو ښوونکو، د اوسېدو لپاره د مناسب ځاى او په خپل وخت دتګ راتګ اسانتیاوو نه شتون هغه ستونزې وې، چې افغان حاجیان ورسره لاس او ګرېوان وو.
د ولسی جرګې غړی عبدالسلام قاضی زاده په وینا، تېرکال د حج د مراسمو پرمهاله پیله ترپایه ټولې ستونزې ستونزې وې.
د ولسی جرګې بل غړى اسدالله همتیار وایی، دحج د فریضې د اداکولو په وخت کې یو زیات شمېر ښوونکی د پیسو په بدل کې اخیستل شوی، چې له کبله یې افغان حاجیانو د لارښوونې په برخه کې خورا ستونزې لرلې.
د ده په وینا، له حاجیانو څخه له وخت مخکې پیسې اخیستل او په ملی بانکونو کې د هغوى نه ساتل د اداری فساد ښکارندوی کوی.
د ولسی جرګې غړى مولوی شهزاده شاهد هم ورته ستونزې ته اشاره کوی او زیاتوی،چې د نورو هېوادنو په پرتله په سعودی عربستان کې افغان حاجیان له شته اسانتیاوو نه برخمن کېږی.
یو شمېر وکیلانو د بحث ترخنګ غوښتنه وکړه، چې په همدې موخه راتلونکې عمومی غونډې ته د حج او اوقافو وزیرمحمدیوسف نیازى راوغواړی ، چې د دوى پوښتنو ته ځواب و وایی او په دې اړه په راتلونکو پلانونو او تیاریو رڼا واچوی.
د ولسی جرګې رئیس محمدیونس قانونی د وکیلانو غوښتنه او پرېکړه په داسې ټکواعلان کړه.
ومو غوښتل، چې د وکیلانو دغوښتنو او څرګندونو په اړه د حج او اوقافو وزارت نظر واخلو، خو په وار وار تماسونو هغوى په دې اړه څه ونه ویل.
ټاکل شوې ده، چې سږکال به له ټول هېواده له څلویښتو زرو زیات افغانان د حج د فریضې اداکولو لپاره سعودی عربیستان ته سفر وکړی
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.