خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/07/14 0:0کد خبر: 2261

د کندهار په پنځو چاودنو کې د 18 ماشومانو په ګډون 35 کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کندهار په پنځو چاودنو کې د 18 ماشومانو په ګډون 35 کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

نن ماخوستن په کندهار ښارکې په پرله پسې پنځو چاودنو کې داتو ماشومانو په ګډون 9 تنه وژل شوی او د لسو ماشومانوپه ګډون 26 نور ټپیان دی. د کندهار د مطبوعاتی دفتر مسوول زلمی ایوبی د تلې په 13مه وویل چې دغه چاودنې د ښار لویدیځ لوری ته د میرویس مینې ته څېرمه د پنجوایی ولسوالۍ دورایی ته څېرمه نن ماخوستن په شاوخوا اوه نیمو بجو وشوې. هغه زیاته کړه چې ماینونه په یاده شوې سیمه کې د خاورولاندې دسړک په غاړه ځای پرځای شوی وو او لومړۍ چاودنه په داسې حال کې وشوه، چې د امنیتی ځواکونو هیڅ څرک هلته نه لیدل کېده. د ایوبی په وینا، کله چې له لومړۍ چاودنې وروسته خلک او پولیس ورسېدل نو پرله پسې څلور نورې چاودنې هم وشوې. دی وایی چې په دې ټولوچاودنوکې یو پولیس او اته ما‍‍شومان وژل شوی او د لسو ماشومانو په ګډون 26 تنه نور ټپیان دی . د کندهار د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالقیوم پخلا وویل چې میرویس روغتون ته نهه مړی او 26 اټپیان راوړل شوی دی. دی وایی چې ډېری مړی ټوټه ، ټوټه شوی اوله پېژندلو نه دی او د یو شمېر ټپیانو روغتیایی حالت هم داندېښنې وړ دی. ډاکټر پخلا وویل چې په ټپیانو کې څلور پولیس، 10 ماشومان او پاتې نور یې ځوانان دی. د کندهار له رادیو تلویزیون څخه ټپیانو لپاره د وینې ورکولو اعلانونه وشول او لسګونه ښاریان د وینې ورکولو په موخه میرویس روغتون ته راغلی وو. یوه څلوېښت کلنه مېرمنه چې روغتون ته دوینې ورکولو لپاره راغلې وه ، وویله : (( زما د کورنۍ څوک ټپی نه دی، له راډیو مې اعلان واورېدل او په منډه راغلم 500 سی سی وینه مې یوه ټپی ته ورکړه.)) په روغتون کې هر لوری ته ژړا ګانې او فریادونه دی او هر څوک د خپل مړی او ټپی په اړه معلومات ترلاسه کول. د لعل محمد په نامه یوه ټپی چې دواړه پښې یې په چاودنه کې پرې شوی وویل : (( زه پخپل دوکان کې ناست وم چې ناڅاپه چاودنه وشوه، ما منډه کړه چې دخپل 12 کلن زوی خبر واخلم، کله چې دچاودنې ساحې ته ورسېدم، بله چاودنه وشوه، زه نور په ځان پوی نه شوم، اوس په روغتون کې خبرشوم، چې زوی مې شهیدشوی.)) دا په داسې حال ده چې تېره شپه په همدې په کندهار ښارکې درې پرله پسې چاودنې شوې وې او څلور پولیس یې وژلی وو.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.