خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
په کندهار کې شاوخوا 600 دولتی بستونه خالی دی

زمان تقریبی مطالعه: 9 دقیقه
په کندهار ولایت کې شاوخوا 600 دولتی بستونه خالی دی، خو خلک د ناامنۍ او ټیټ معاش له کبله زړونه نه ښه کوی، چې په دې بستونو کار وکړی.
کندهار د هېواد د ناارامو ولایتونو په سر کې راځی، چې د جګړو او نورو امنیتی پېښو ترڅنګ په کې د وسلوالو مخالفینو له خوا د دولتی کارکوونکیو او قومی مشرانو د ترور پېښې زیاتې دی.
د حامد کرزی په مشرۍ د نوې ادارې په راتلو، له تېرو نهو کلونو راهیسې، یواځې په کندهار ولایت کې تر 600 زیات د حکومت او بهرنیو موسسو کارکوونکی او قومی مشران وژل شوی دی.
یواځې په تېرو شپږو میاشتو کې تر سلو زیات کسان ترور شوی، چې ډېر یې قومی مشران، د موسسو کارکوونکی او نور جوړوی، خو په دې موده کې د وژل شویو دولتی کارکوونکیو شمېر شاوخوا 10 تنه دى، چې دوه یې رییسان، یو ولسوال، دوه د ښاروالۍ مرستیالان او نور دی.
د دې ولایت لوستی وګړی له همدې وېرې نه حاضرېږی، چې په دولتی ادارو کې کار وکړی، ترڅو تشې څوکۍ ډکې او خلکو ته عامه خدمات وړاندې شی.
د کندهار ولایت اجرائیوی رییس حاجی محمد انس له پژواک خبری اژانس سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، چې په کندهار ښار او ولسوالیو کې شاوخوا 600 دولتی بستونه تش پاتې دی.
د کندهار د ټولو دولتی پوستونو شمېره په خپله چارواکیو ته هم څرګنده نه ده، خو هغوى یواځې دومره معلومات ورکوی، چې د کندهار په کچه د کندهار ولایت د مقام په ګډون 70 دولتی ارګانونه او 17 اداری واحدونه دی، چې د هر ارګان او ادارې په تشکیل کې سلګونه کارکوونکی راځی.
اجرائیوی رییس وایی، چې د ناامنیو او ټیټ معاش له امله خلک نه حاضرېږی، چې په دولتی ادارو کې کار وکړی او همدې ستونزې د کندهار اداره له ننګونو او کړاوونو سره مخ کړې ده.
محمد انس زیاته کړه: ((په دې ولایت کې د دولتی خالی بستونو په اړه هره ورځ په راډیوګانو او ورځپاڼو کې اعلانونه ورکول کېږی، خو بیا یې هم څوک ډکولو ته نه حاضرېږی.))
هغه وایی، چې په دې برخه کې یوه بله ډېره مهمه ستونزه په کندهار کې د مسلکی پرسونل نشتوالى دى، چې دا هم له روانې ناامنۍ او ناسمو شرایطو څخه سرچینه اخلی.
ده وویل، ډېر مهال د یوه بست لپاره یواځې یوه تن ځان کاندید کړى وی، که کاندیدان ډېر وی، نو په ازموینه کې به هغه کس بریالى کېږی، چې مسلکی پوهه او وړتیا ولری.
د محمد انس په باور، له همدې امله په ګڼ شمېر دولتی څوکیو غیر مسلکی کسان کار کوی، ځکه مجبوریت دى، ترڅو خالی بستونه ډک شی.
اجرائیوی رییس وویل، چې د کندهار ښار ترڅنګ په ولسوالیو کې څارنوالانو، قاضیانو، او مامورینو ته ډېره اړتیا ده، په دې برخه کې تر پنځوسو زیات بستونه اعلان شوی، خو هېچا هم مراجعه نه ده کړې.
نوموړى زیاتوی، چې د دې ستونزې د حل لپاره اړینه ده، تر هرڅه وړاندې امنیت ته ډېر پام وشی او ترڅنګ یې په دې ولایت کې دولتی مامورینو ته فوق العاده (سوپر سکېل) معاشونه ورکړل شی.
دى وایی: ((د هېواد په ډېرو ولایتونو کې دولتی مامورینو ته سوپر سکېل معاشونه ورکول کېږی، خوله بده مرغه په سوېلی حوزه کې لا دغه پروسه نه ده پلې شوې.))
د کندهار ګڼ شمېر هغه ځوانان، چې له دولسمو ټولګیو فارغ شوی او یا یې هم لوړې زده کړې، وایی چې د ناامنیو او ترور له وېرې نه شی کولى، په حکومتی ادارو کې دندې تر سره کړی.
د نصرت الله نصرت په نوم د کندهار ښار د هرات دروازې یوه اوسېدونکى، چې یو کال وړاندې د کندهار د کرنې له پوهنځی فارغ شوى دى، همدغه ستونزه یادوی.
دى وایی: ((په بېلابېلو ستونزمنو حالاتو کې مې زده کړې وکړې، له اقتصادی ستونزو سربېره مې د کرنې پوهنځى له دې ارمان سره بشپړ کړ، چې خپل هېواد ته به خدمت کوم، خو له بده مرغه چې دا کار نه شم کولى.))
د هغه په وینا، وسلوال مخالفین هغه کسان په نښه کوی چې په حکومت کې کار کوی، په همدې بنسټ مې مېرمن او مور اجازه نه راکوی، چې په دولتی اداره کې کار وکړم.
نصرت پژواک اژانس ته وویل، چې له ناکامه د کندهار ښار د صرافۍ په مارکېټ کې له یوه سوداګر سره د منشی په توګه، په ډېر کم معاش کار کوی او خپله شپه او ورځ پرې تېروی.
د دې ترڅنګ د کندهار ښار یو شمېر لوستو وګړو، د خرابو شرایطو او ناامنیو له امله یا خو کابل او یا هم نورو ارامو ولایتونو ته کډې کړې دی، خو ځینې بیا د خپل ولایت پر ځاى په بل ولایت کې کار کوی.
له دې جملې څخه یو هم د کندهار ښار اوسېدونکى تاج محمد دى، چې کور یې په کندهار کې دى او په خپله په اروزګان ولایت کې دنده ترسره کوی.
دى وایی، دا چې په خپل ولایت کې یې ډېر خلک پېژنی او شونې وه، کومه امنیتی ستونزه ورته جوړه شی، دا یې غوره وګڼله چې په ګاونډی ولایت اروزګان کې کار وکړی.
د هغه په وینا، په اوسنیو شرایطو کې د کندهار په پرتله ګاونډی ولایتونه نسبتاً ارام دی.
د کندهار په ګاونډیو ولایتونو؛ زابل، هلمند او اروزګان کې د ناامنۍ پېښې رامنځته کېږی، هلته هدفی وژنې نشته او په کندهار کې دا لړۍ بېخی اوج ته رسېدلې ده.
خو یو شمېر نور کسان بیا د ناامنۍ ترڅنګ ټیټ معاش هم یوه لویه ستونزه ګڼی او وایی، چې له دې امله هم په حکومتی ادارو کې کار نه کوی.
د کندهار دولتی چارواکی او کارکوونکی هم، د روانو شرایطو له امله خپل ژوند محفوظ نه ګڼی او یو شمېر کارکوونکی د ترور له وېرې دندو پرېښودلو ته اړ وېستل شوی دی.
ددې ولایت د اطلاعاتو او کولتور ریاست یوه پخوانی کارکوونکی، چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شی، پژواک خبری اژانس ته وویل، چې ناپېژاندو کسانو ورته په پرله پسې توګه د ټېلېفون له لارې د مرګ ګواښونه کول او له هغه څخه یې د دندې د پرېښودو غوښتنه کوله.
دى وایی، دغو کسانو ورته ویل چې که خپله دنده پرېنږدی، نو هغوى به یې ووژنی.
د هغه په وینا، شاوخوا څلور میاشتې کېږی چې خپله دولتی دنده یې پرېښې او اوسمهال پر کور ناست دى.
دغه راز ګڼ شمېر هغه دولتی کارکوونکی، چې اوسمهال په بېلابېلو ادارو کې دندې لری، وایی چې د وېرې او وهم تر سیوری لاندې د خپلو مجبوریتونو له مخې، دندې پر مخ وړی.
یادې شوې ستونزې، که له یوې خوا ګڼی دولتی څوکۍ تشې کړې، نو له بله پلوه یې د حکومت او خلکو ترمنځ واټن هم پیدا کړى، ځکه عام وګړی اساسی خدمتونو ته اړتیا لری او حکومت یې په وړاندې کولو کې پاتې راغلى دى.
د کندهار په ډېرو ولسوالیو کې خو ان یواځې یو ولسوال او امنیه قوماندان کار کوی او نورې دولتی ادارې سقوط دی.
دغه کمى یواځې په ځانګړیو دولتی ادارو کې محسوس نه دى، بلکې په ګڼو ټولنیزو خدماتی برخو لکه پوهنه، روغتیا، کرنه او نورو کې چې د خلکو د ژوندانه ډېرې مهمې برخې جوړوی، تر سترګو کېږی.
خلک، په هره برخه کې ستونزې لری او د حل لپاره یې د کندهار ښار ته راځی، ښوونځی تړلی دی، یواځې یو یا دوه ښوونځی که موجود وی، هغوى بیا د ښوونکیو او کتابونو له کمښت سره مخ دی او دې ته ورته نورې ستونزې هم لری.
د مسلکی ډاکټرانو او مسلکی ښوونکیو کمښت خو په کندهار ښار کې هم یوه جدی ستونزه ده، په ښار کې داسې ښوونځی شته چې ان د ښوونیز کال تر پایه د یوه یا دوو مضامینو ښوونکی نه لری او د زده کوونکیو وخت ضایع کېږی.
دغې چارې د خلکو پر ژوندانه جوت اغېز کړى او د خپلو اړتیاوو او ژوندانه د نورو ستونزو پر مهال نه پوهېږی، چې کوم لوری ته مخه کړی.
د کندهار د خاکرېز ولسوالۍ یوه اوسېدونکی 43 کلن اسدالله کاکا وایی، چې په سیمه کې یې یواځې ولسوال او امنیه قومندان شته او نور هېڅ دولتی اداره نشته.
هغه پژواک اژانس ته وویل: ((یواځې ولسوال او امنیه قومندان خو زموږ ټول مشکلات نه شی حل کولى، د ژوندیو انسانانو په توګه خو موږ ډېر ضرورتونه لرو، د هغو د حل او مرستې لپاره چا ته ورشو.))
د نوموړی په وینا، د هغوى په ولسوالۍ کې څارنوالی او محکمه نشته، قاضیان او نور مامورین نشته، کله چې د خلکو ترمنځ حقوقی دعوې او ستونزې را پیدا کېږی، مجبور دی، د حل لپاره یې طالبانو ته مخه کړی.
د ژېړۍ ولسوالۍ د حوض مدد سیمې یو اوسېدونکى محمد حسین هم ورته ستونزه یادوی او وایی، چې په ولسوالیو کې د دولتی ادارو د نشتوالی له امله کله ناکله اړ کېږی د ډېرو کوچینو کارونو لپاره هم ښار ته راشی.
نوموړى وایی، که رښتیا هم دولت ولس ځان ته نږدی کوی، په کار ده په ولسوالیو کې ټولې دولتی ادارې فعالې کړی، مامورین او کار کوونکی پر دندو وګماری، ترڅو د اړتیا پرمهال د خلکو ستونزې هوارې کړی.
د هغه په خبره، په دې توګه هم امن راځی او هم ولس دا باور پیدا کوی، چې حکومت یې په رښتیا هم غمخور دى او هغوى ته اقتصادی، روغتیایی او ښوونیزې اسانتیاوې برابروی.
د کندهار والی پوهنوال ډاکټر توریالى ویسا هم، د خلکو یادې شوې ستونزې منی او وایی، چې د همکارۍ په نوم تدابیری پلان یې د همدې لپاره جوړ کړى دى، ترڅو د دې ولایت ټولو ولسوالیو ته حکومتی واک وغځول شی.
هغه پژواک اژانس ته وویل، چې د همکارۍ په نوم دغه هر اړخیز تدابیری پلان د کندهار ولایت جغرافیایی، سیاسی، اقتصادی او امنیتی حالت ته په کتو د ښې حکومتدارۍ، امنیت او پرمختګ په موخه طرحه شوى دى.
نوموړی زیاته کړه، چې د کندهار اوسېدونکیو د باور د ترلاسه کولو په موخه باید د کندهار ښار او ولسوالیو په کچه د قضا، روغتیا، کرنې او پوهنې په برخو کې خدمتونه وړاندې شی.
د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مشر غلام جیلانی پوپل، چې د روان لمریز کال د تلې په 4مه، کندهار ته راغلى و، پژواک اژانس ته وویل، چې د ښاروالۍ او ولسوالیو د حکومتدارۍ د تقویې په اړه د یوه هر اړخیز پلان پر پیل کېدو کار روان دى.
د هغه په خبره، دغه پلانبه په پیل کې په کندهار ښار او څلورو ولسوالیو ډنډ، پنجوایی، ژېړۍ او ارغنداب کې پلى شی.
دى وایی، چې په یادو شویو ولسوالیو کې لومړى امنیت راوستل کېږی او وروسته به لوستی کسان په ښو امتیازونو او معاشونو پر حکومتی دندو وګمارل شی او هغوى ته به مسلکی روزنه هم ورکړل شی.
که څه هم پوپل وویل، چې د نویو مامورینو ټاکل، د هغوى روزنه او په ولسوالیو کې یې ځاى پر ځاى کول ډېر سخت کار دى، خو هغوى یې په سمه توګه د پلی کېدو لپاره جدی هلې ځلې کوی.
د هغه په خبره، په ولسوالیو کې د مامورینو له ځاى پر ځاى کولو سره یوځاى به هغه ملی پروګرامونه هم پیلوی، چې د هغوى له لوری د بیارغونې، روغتیا، پوهنې او کرنې په برخه کې مخکې له مخکې جوړ شوی دی.
د کندهار امنیه قوماندان مل پاسوال سردار محمد ځاځى وایی، چې هغوى د خپل وس تر وروستی بریده د دولتی کارکوونکیو د ساتنې هڅه کوی.
هغه پژواک اژانس ته وویل، چې پولیس په همدې موخه هره ورځ په ښار کې منظمې ګزمې او تالاشۍ کوی، ترڅو خلک له زیانونو وژغورل شی او په ارام زړه خپلې دندې ترسره کړی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.