خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
کابل ته د طالب مشرانو تګ لپاره خوندی لار

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
په افغانستان کې د ناټو ځواکونو مشر امریکایی جنرال ډېوېډ پېټرېوس ویلی، چې ناټو ځواکونو لږ تر لږه یوه طالب قوماندان ته کابل ته له افغان حکومت سره د خبرو لپاره د تګ خوندی لاره برابره کړې ده.
نوموړی په لندن کې وویل، چې دغه کار یې د افغان جمهور رئیس حامد کرزی لخوا وسله والو طالبانو سره د خبرو اترو د ملاتړ په موخه کړى.
پېټرېوس په خپلو خبرو کې ویلی، چې د خبرو اترو مېز ته د طالبانو راوستو هڅې روانې دی او دوى ورته اسانتیاوې برابروی.
د ده په وینا، هیڅ طالب قوماندان لپاره هم اسانه نه ده، چې کابل ته لاړ شی، ترڅو ایساف ځواکونه اجازه ورنه کړی او یا هم ترې خبر نه وی.
ده زیاته کړې، چې څو طالب قوماندانانو له افغان دولت او نورو دخیلو هېوادنو سره لومړنۍ اړیکې نیولی دی.
خو وسله والو طالبانو بیا رسنیو ته ویلی، چې د جمهور رئیس کرزی لخوا دوى سره د پټو خبرو اترو ادعا بې ځایه ده.
جمهور رئیس کرزی، څه موده وړاندې د سولې 68 کسیزه عالی شورا جوړه کړه، چې موخه یې له وسله والو طالبانو سره د خبرو اترو هڅې دی.
په عینې وخت کې، د اینجیوګانو یوې ساتندوې ډلې پر اینجیوګانو غږ کړى، چې له طالبانو سره مرستې وکړی، ځکه دوى د افغانستان په راتلونکی کې مهم رول لری.
د دغې ادارې په وینا، په افغانستان کې بهرنی سرتیری په چټکتیا سره یوې خوا ته کېږی او د په افغانستان په راتلونکی کې د طالبانو رول حتمی دى.
یو شمېر شنونکی په دې اند دی، چې سره له دې چې د سولې د راوستو لپاره وړې وړې هڅې روانې دی، خو بیا هم په افغانستان کې د ګډو ځواکونو پر وړاندې مقاومت لا روان دى.
روان کال له 2001 میلادی کال راهسې په افغانستان کې د مېشتو امریکایی ځواکونو لپاره خونړى کال بلل کېږی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.