خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
ایتلافی ځواکونو 11 تنه ونیول

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
ایتلافی ځواکونو تېره شپه د لوګر په محمد اغې ولسوالۍ کې په ورانکاریو کې د لاس لرلو په تور 11 تنه نیولی دی.
د لوګر امنیه قوماندان مل پاسوال غلام مصطفى محسنی وویل، چې ایتلافی ځواکونو د سهار په څلورو بجو د محمد اغې ولسوالۍ د احمدزی په کلی کې پر پنځو کورونو عملیات وکړل او 11 تنه یې له یو میل یوولس ډزی ټوپک سره ونیول.
هغه زیاته کړه، چې نیول شوی کسان جرمی سابقه نه لری، خو ایتلافی ځواکونه ادعا کوی، چې دغو کسانو په محمداغې ولسوالۍ کې په ورانکاریو کې لاس درلود.
د امنیه قوماندانۍ جنایی مدیر سمونوال محمد جان عابد پژواک خبری اژانس ته وویل، چې دغه عملیات د امریکا د ځانګړو ځواکونو له خوا ترسره شوی، چې ټول نیول شوی کسان یې کابل ته لېږدولی او په دې اړه ورته نور معلومات نه دی ورکړل شوی.
د کابل پوهنتون یوه محصل محمد طاهر وویل، چې په دې عملیاتو کې د هغه پلار او دوه وروڼه نیول شوی دی.
هغه زیاته کړه، چې امیرجان د ده پلار کروندګر و، یو ورور یې سیداجان نومېده او د احمدزی کلی لېسې د اتم ټولګی زده کوونکى دى او بل ورور یې محمد یاسین نومېږی، چې د عینک د مسو په پروژه کې کار کوی.
هغه زیاته کړه، چې پلار او وروڼو یې له هېڅ ډلې سره همکاری نه درلوده او د غلطو راپورونو پربنسټ نیول شوی دی.
یوه قومی مشر عبدالرحمان احمدزی په دې اړه وویل: ټول نیول شوی کسان ملکی کسان دی او له هېڅ وسلوالې ډلې سره اړیکې نه لری، په تلاشۍ کې هم داسې اسناد نه دی ترلاسه شوی، چې له مخالفو ډلو سره د هغوى همکاری په ډاګه کړی.
هغه زیاته کړه، چې بهرنی ځواکونه په داسې عملیاتو سره غواړی، چې خلک له دولت نه زړه تورن کړی.
- منبع: آژانس خبری ایرکا
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.