خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/07/27 0:0کد خبر: 2414

د ویکی لېکس پر بنسټ اېښودونکی ځمکه تنګه شوه

د ویکی لېکس پر بنسټ اېښودونکی ځمکه تنګه شوه - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د سوېډن حکومت د وېکی لېکس ویب پاڼې د بنسټ اېښودونکی جولین اسانش هغه غوښتنه رد کړ، چې غوښتل یې په سوېډن کې ژوند وکړی. د سوېډن د مهاجرینو ادارې مشر د جولین اسانش د غوښتنې د نه منلو لامل څرګند نه کړ، خو ویې ویل، چې تر شاه یې پټ رازونه دی. د ویکی لېکس بنسټ اېښودونکى داسترالیا اوسېدونکى دى، خو هغه د بیان ازادۍ د پراخو قوانیونو په خاطر غوښتل، چې په سوېډن کې ژوند ترسره کړی او په همدې خاطر یې د روان میلادی کال په اګست کې سوېډن حکومت ته خپل غوښتنلیک وړاندې کړ. د سوېډن حکومت د جولین اسانش غوښتنلیک په داسې مهال رد کړ، چې ویکی لېکس غواړی د عراق په اړه 400زره پټ معلومات پر لیکه کړی. امریکایی ځواکونو د دغه معلوماتو له خپرولو وروسته د حالاتو د قابو کولو په خاطر 120 کسیزه ډله جوړه کړې. په جولاى میاشت کې، ویکی لېکس دافغانستان جنګ په اړه زرګونه پټ معلومات پر لیکه کړی وو، چې په اړه یې امریکایی ځواکونو ویلی وو، چې ښایی له کبله یې د یو شمېر امریکایانو او افغانانو ژوند له خطر سره مخ شی. د سوېډن د مهاجرینو د ادارې مشر ګنیلا وکسټرویم اى ایف پی خبری اژانس ته ویلی، چې دوى ځکه جولین اسانش ته په سوېډن کې د ژوند کولو اجازه ورنه کړه، چې هغه ونشواى کړى، د سوېډن حکومت شرطونه پوره کړی، خو نوموړی دا شرطونه څرګند نه کړل. د افغان جګړې په اړه د معلوماتو خپرولو وروسته پر جولین اسانش د جنسی تېریو تورونه لګیدلی، چې پلټنې یې روانې دی. جولین اسانش پر ځان لګیدلی تورنه ناسم بللی او ویلی یې دی، چې دا د ده پر وړاندې سازش دى.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.