خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/07/27 0:0کد خبر: 2415

مرورې ولسوالۍ ته د نویو سرحدی ځواکونو استول

مرورې ولسوالۍ ته د نویو سرحدی ځواکونو استول - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د کونړ چارواکی پاکستان سره نېږدې د دې ولایت مرورې ولسوالۍ ته له وسله والو طالبانو سره تر څو نښتو وروسته د تازه سرحدی پولیسو د استولو خبر ورکوی. د مرورې غاښی کنډو سیمه، چې وېل کېږی پخوا پکې یوازې یو امریکایی مرکز موجود و، یوه اونۍ وړاندې پکې د نښتو پرمهال د دولت وسله والو مخالفینو یوه بهرنۍ الوتکه د ناستې پر وخت غورځولې او څو بهرنیو سرتېرو ته یې مرګ، ژوبلې اړولې وه. د کونړ امنیې قومندان خلیل الله ضیایی وایی، تر وروستیو نښتو وروسته سیمه اوس د سرحدی پولیسو او بهرنیو ځواکونو په واک کې ده خو، دى د ورغلو دې تازه ځواکونو شمېره په ګوته نه کړه. په ختیځ کې د ایتلافی ځواکونو مطبوعاتی اداره بیا، چې وسله والو طالبانو یې د غاښی کنډو له مرکزه د ځواکونو د وېستلو دعوه کوله وایی، پخوا هم غاښی کنډو د سرتېرو له شتوالی پرته له سرحدی ځواکونو سره و او اوس هم دغه ځواکونه پکې مېشت دی. په ختیځ کې د سرحدی ځواکونو قومندان تربیا، بیا هڅو وروسته هم په دې اړه له خبرو ډډه وکړه. د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا، چې اوس هم په غاښی کنډو کې له امریکایی مرکزه د بهرنیو سرتېرو د وېستو دعوه لری، وایی سیمې ته تازه سرحدی ځواکونه ورغلی او د دوى ملګری دې لپاره، چې د شتوالی اړتیا یې نه لیده، له غاښی کنډو څخه بیرته وتی. مروره، چې پاکستان ته په لنډه پوله پرته ولسوالی ده، د ځینو په اند که ناامنې وضعې ته یې چارواکی جدی پاملرنه ونه کړی، ښایی افغان دولت ته کوم لوى سرخوږى رامنځته کړی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.